کور / تازه خبرونه / دافغانستان اوامریکاترمنځ دستراتیژیک امنیتي تړون لړۍ نوره هم اوږده شوه

دافغانستان اوامریکاترمنځ دستراتیژیک امنیتي تړون لړۍ نوره هم اوږده شوه

کابل:تازه خبرونه وایې،چي دکابل اوواشنګټن ترمنځ دامنیتي تړون په اړه دخبرونوی پړاوپیل کیږي.په دغه پړاوکي به دخبرواتروپه درشل کي دافغانستان له لوري ښاغلي ډاکتراشرف غني احمدزي اوډاکتررنګین دادفرسپنتااودامریکاله له لوري دامریکا سفیر په کابل کي «جمیز کانینگهام»،اوپه افغانستان کي دامریکا یې ځواکونولوی قوماندان جنرال ډانفوردبرخه ولري.
دچاروشنونکي وایې،چي دخبرونوی پړاوبه دتړون درغولو بڼي ته ډیربدلون ورنکړي ، داځکه چي ډاکتراشرف غني احمدزی اوډاکتررنګین سپنتاارګ نږدي هغه دوه لوړپوړي چارواکي دي،چي دددولسوکلنوراهیسي دکرزي ترڅنګ په ټولوسیاسي پریکړوکي یې اړینه برخه درلودله.
داسې ویل کېږي،چې اوس به ددغوخبروسیاسي اړخونه اوچنې له سره پیلیږي ،تر څودواړي غاړې دخپلوګټودخوندي کولو هڅي ګړندي کړي.
دجمهوررئیس کرزي ویاندایمل«فیضي» پرون رسنیوته ته وویل،چي دتړون په هکله دخبرواترومهمي برخي به دافغانستان دسولي اوامنیت دملي ځواکونو غښتلتیا، اقتصادي ودي،اودبهرنیو هیوادودیرغلونوپه وړاندي دخپلي خاوري څخه دفاع ده.
فیضي زیاته کړه،چي دخبرواتروورسته دتړون دلاس لیک لپاره اړینه ده،چي لویه جرګه راوغوښتل شي.
بل لوري دچاروشننونکي فکرکوي،چې دانوی پړاوښايي ،په دې مانا وي ،چې داکتوبرد میاشتې یادشوی مهال وېش ښايي عملي شي او پرتړون خبرې ګړندۍ شي.
افغان حکومت له امريکاسره دامنيتي تړون پرسرخبرې وروسته له هغه وځنډولې،چې په قطرکې دطالبانوددفترپه تړاو پرځينو مسايلو چې،امريکا هم په کې ښکېله وه، ناندرۍ اونیوکي را پورته شوې اودخبرولړۍ په ټپه ودریدله.
دافغان حکومت نیوکه داوه، چې امریکا له طالبانو سره پټې خبرې کوي اووسله وال طالبان دخپلوګټو دساتلولپاره جګړې ته هڅوي.
دکابل اوواشنگټن ترمنځ دامنیتي تړون لاس لیک ته په افغانستان اوبهرکي دچارو زیاتروپوهانو،سیاسي کړیواومخالفوګوندونوپه منځ کي زیاتي ناهیلي رامنځ ته کړيدي. دغوسياسي ډلوپردواړولوروږغ کړى چې ،ددي تړون په هکله ټولي هڅي اوهمکاري له سره پيل کړي.