فراه:طالبان وايي د ملي امنيت مرستيال او د اركانو رئيس وژل سول

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2013


طالبان وايي تیر مازیګر يي دفراه ولایت دبکوا او کلستان تر منځ دهرات کندهار پر لویه لاره دپیتاوک په سیمه کي پر هغه کار وان چي لوړتبه چارواکي یې بدرګه کول تر بريد لاندي نيولى چي پکي دفراه ولایت دملي امنيت مرستیال بشیرخان دره آبادي او دتروریزم سره د مبارزي رياست مرستیال او دپولیسو دکندک رئیس ارکان همایون دپنځلسو نورو عسکرو او پولیسو په شمول ووژل شول او ۲۲تنه نور ژوبل شول ۵رینجران تخریب شول.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چي په جنگ كي ددوى دوه وسله وال هم ووژل سول خو دولتي چارواكو ددغي پيښي په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024