كندهار پوليسو يوځانمرګئ او ٨ طالبان ژوندي نيولي او ١٢ نور وژلي دي

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2013


دکندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د ولايت مقام د رسنيو په دفتر کي په خپله نوبتي غونډه کي خبريالانو ته وويل، چي ملي پوليسو تېره اوونۍ د خپلواکو او ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال (١٢) تنه وسلوال مخالفين وژلي،(١) ځانمرګى نيولى، (٩)تنه يې زخمي کړي او (٨) مخالفين يې ژوندي نيولي دي.
نوموړي په خبره له يادو افرادو سره يوځاى يو شمېر سپکي او درنې وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي چي پکښي (١٥٠) مختلف النوع ماينونه، () کپاخ کلاشنکوفونه، (٥) پارسه خيشته باروت، (١٠٠) کيلو وچ باروت، (٣٣) عدده دماين پټاقى، (١ ) ميل راکت انداز، ( ١) ميل ماشيندار پيکا،(١) ميل ګرينوف، (٨ فيره د راکت مرمۍ، (٨) عدده د کلاشنکوف شاژوران، (١) چانټه، (٨٧) فيره د کلاشينکوف مرمۍ او (٤) عدده د ماين کانچې د پوليسو لاسته ورغلي دي.
دملي امنيت د ريس په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي د يادو وسلو ترڅنګ (٧) عرادې موټرسيکلان چي پکښي چاودېدونکي تو کي ځاى پر ځاى سوي وه کشف او خنثى کړي، ( ٢ عرادې موټرسکلان يې نيولي، (٥) جوړې د پوليسو دريشۍ يېلاسته راوړي او (٣) بابه مخاليفينو پوستې يې هم تخريب کړې دي.

د اطرافي په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي (٩) تنه د جينايي پېښو په تور نيول سوي، چي (٧) تنه يې د نقليه وسايطو د غلا ،(٢) تنه د فريب کارۍ او (٤) تنه نور د لواطت په تور د پوليسو له خوا نيول سوي دي.دغه راز د پوليسو (٣) عرادې موټران چي غلاسوي وه ، د يادو عملياتو پر مهال موندل سوي او د پوليسو لاسته ورغلي دي.

نوموړي همدارنګه وويل چي په يادو عملياتو کي يې د ښار له مختلفو برخو او ولسواليو څخه يو شمېر نشه يي توکي هم تر لاسه کړي لکه (٤٥٤)ګرامه هيرويين او (١٠٠) کيلو اومه چرس چي له يادو توکو سره يو ځاى (٧) نفره تورن کسان هم د پوليسو له خوا نيول سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024