ميوند:د ترافيګي پيښي له امله (٨) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2013


تېره ورځ د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ د فيلډر او سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله ٣ تنه ملکي وګړي شهيدان او ٥ تنه نور زخميان سول چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.

دغه پېښه پر داسي مهال رامنتځه کيږي چي نوموړي موټرونه د هلمند ولايت څخه کندهار ته پر لاره ول، چي د يادي سوي ولسوالۍ د هوټلونو په ساحه کي ټکر سوي دي، چي په نتيجه کي يې ، يوه ښځه اودوه تنه ماشومان شهيدان سوي دي او يو موټر چلونکي ،دوه تنه ښځي او دوه ماشومان زخميان سوي دي.

دمالوماتو پر اساس ياد زيانمن سوي کسان ټوله د واده د ورا خلک ول او له هلمند څخه يې ناوې کندهار ولايت ته راوړل.

د پيښي څخه وروسته د سيمي امنيتي پوليس او د څارني ډله د پيښي ځاى ته ورغلي او زخميان يي رغتون ته بيولي دي، چي دا مهال تر درملني لاندي دي.

د يادوني وړ ده چي د موټر چلونکو بې احتياطي او تيز رفتار د داسي پيښو لامل بلل کيږي او تل سپرليو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.

Copyright Larawbar 2007-2024