د پاكستان استخباراتي ادارې په افغانستان كې لاسوهنه كوي: عثمان خان كاكړ

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2013


پښتنونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې كه پاكستان او د دغه هيواد استخباراتي ادارې په افغانستان كې له ښكاره لاسوهنې څخه لاس وا نه خلي تر هغې پوري د دواړو هيوادونو د لوړ پوړيو چارواكيو او مشرانو سفرونه يو بل هيوادونو ته هيڅ ګټه نه لري.

مرکه کوونکئ: حبيب الرحمن تاثير

 

 

د ياد ګوند د بلوچستان ايالت مشر عثمان كاكړ له لر او بر ډاټ كام سره په ځانګړې مركه كې وويل: د حيرانۍ خبره دا ده چې پاكستان په خپله دا خبره مني چې په افغانستان كې د ځينو وسله والو ملاتړ كوي، خو بيا هم نړۍ په دې عمل باندې سترګې پټوي، هغه زياته كړه: استخباراتي ادارې د سيمې په نا امنۍ او بې قرارۍ كې لوى لاس لري.

د دې پوښتنې په ځواب كې چې: پاكستان غواړي لومړى له وسله والو سره مذاكرات وكړي، خو كه هغوى له مذاكراتو څخه سرغړونه وكړه نو بيا به د هغوى په خلاف پوځي عمليات پيل كوي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ څه دى هغه وويل:

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ له تېرو پنځو دېرشو كالو څخه ډېر ښكاره او واضح دى، په ځانګړې توګه دا تېر دولس ديارلس كاله چې دا نوى پړاو پيل شوى په دې اړه خو موږ هم په پارليمان كې،  هم په ټول ګونديز كانفرنسونو كې، هم په جلسو كې او هم په اخباري بيانونو كې په واز كومي نارې وهو چې: ترهګري له دې ځاى څخه كېږي، مداخلت له دې هيواد څخه كېږي، دلته د هغوى د روزنې اډې دي، دا ټول د استخباراتي ادارو تر شيوري لاندې كېږي، نو دا چې د استخباراتي ادارو سرپرستي ورڅخه لېري شي، د افغانستان خلاف، د سيمې خلاف، نو نه مذاكرات غواړي او نه هم ورسره جګړه، بلكې په خپله پاى ته رسېږي.

د لر او بر ډاټ كام د دې پوښتنې په ځواب چې دولت وايي: موږ لومړى له وسله والو سره مذاكرات كوو او كه مذاكرات نابريالي شول نو بيا به د جګړې لاره اخيتاروي، كه دولت د جګړې لاره اخيتيار كړه، د سيمې په ځانګړې توګه د پښتنو راتلونكى څنګه احساسوئ؟ عثمان خان كاكړ زياته كړه: حالت يې اوس نو ګويا ډېر ښه دى چې هلته به بيا څنګه وي؟ د هغه په خبره: تر څو چې استخباراتي ادارې له خپلې ناسمې پاليسۍ څخه لاس وا نه خلي تر هغې پورې حالت نه سمېږي او نه سمېدى شي، حالت خو د هغوى په لاس كې دى. 

هغه وړاندې وويل: دا پنځه دېرش كاله د پاكستان جمهوري دولتونه، قامي او سياسي مشران او د پاكستان پارليمان يو څه غواړي خو استخباراتي ادارې بل څه كوي، د ده په خبره په دې خبره خو د هغوى ترمنځ اختلافات دي، هر وخت چې استخباراتي ادارې له خپلې لارې څخه واوړي نو دغه اختلافات هم ختمېدى شي او سوله هم راتلى شي، خو له بده مرغه پارليمان او اولس دغه صلاحيت نه لري چې استخباراتي ادارې او پوځ په كنټرول كې راولي.

كله چې له هغه څخه دا پوښتنه وشوه چې افغان ولسمشر حامد كرزي د پاكستان تر سفر وړاندې ويلي وو چې د پاكستان سفر ته خوښبينه نه دى خو بيا هم اومېدونه لري او دا چې د هغه غوښتنې دي ومنل شي، د سياسي او سيمه ييزو چارو شنونكو هم د هغه د سفر په اړه د پاكستان مخلصتيا ناشونې بللې وه، عثمان خان كاكړه زياته كړه: د هغه سفر ځكه بې نتېجې ده چې جمهوري دولت اختيار نه لري او څه اختيار چې په پاكستان كې دى هغه له استخباراتي ادارو سره دى، دغه ادارې د پاكستاني پارليمان او د ټاكل شوي دولت خبره نه مني نو د كرزي خبره به څنګه ومني.

Copyright Larawbar 2007-2024