په كوټه كې د پوليسو يو پخوانى مشر ووژل سو

حبيب تاثير - کوټه | اگست 29th, 2013


د كوټي په خروټ اباد سيمه كې په وسله وال بريد كې د پوليسو پخوانى مشر ووژل شو، لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: چې د پوليسو په دغه مشر رضاخان باندې د خپل كور له مخې ناڅرګنده كسانو بريد كړى دى چې له ټپي كېدو څخه وروسته يې په روغتون كې ساه وركړې ده.
رضاخان دوه كاله وړاندې له خپلې دندې څخه په داسي حال كې كوښه كړى شوى وو چې: وايي د كوټي په خروټ اباد سيمه كې يې پنځه تنه چيچنيايانو چې درې يې مېرمنې او دوه تنه يې نرګاړي وو په وژلو كې لاس درلود.
ياده دي وي چې تر دې وړاندې هغه ډاكټر هم ناڅرګنده كسانو وژلى وو چې د دغې پېښې د وژل شو وو، ناڅرګنده كسانو د پولېسو سرجن ډاکټر باقر شاه هغه وخت وژلى وو چې خپل کور ته روان او په سبزل روډ د هغه په گاډې ډزې شوې وې.

Copyright Larawbar 2007-2024