د پاکستان د پوځ مشر تاجکستان ته سفر کړی

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 30th, 2013


د ایرنا د راپور له مخې جنرال اشفق کیاني په دری ورځني رسمي سفر دوشنبې ته رسیدلی .هغه به د تاجکستان له دفاع وزیر ولس مشر او د پوځ لوی درستیز په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د دې هیواد د دفاعي صنایعو او پوځي روزنیز مرکزونه به وګوري .د یوه بل خبر له مخې په پاکستان کې د امریکا سفیر په دې هیواد کې د خلکو له خوا د امریکايي ضد احساساتو په وړاندې د نا خوښۍ څرګندونه وکړه .هغه وویل په دې برخه کې د پاکستان دولت او رسنۍ ملامتې دي .د ریچارډ اولسون په وینا امریکا له پاکستان سره ډیرې مرستې کوي او دا هیواد نه باید د امریکا خدمات هیر کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024