په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2013


سريزه
د امريکاد متحدو ايالاتو دولتمشر يا جمهور رييس ، بارک اوباما، د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ د زنگاوات د الکوزو او نجيبان په کلو کي د امريکايي عسکرو له خوا زموږ د مظلومو کليوالو د وحشيانه وژني په اړه وويل:« دا وژنه خواشينونکې او لړزونکې ده؛ خو د امريکايي لښکرو د لوړ او بې ساري کرکټر استازيتوب نه کيي…»۱د امريکا د دباندييو چارو وزيري، هيلري کلينټن، د زنگاوات و نه بخښوونکي قتل عام ته د اشارې په ترڅ کي وويل:« موږ ټول داسي نه يو.» په افغانستان کي د ناټو قواوو عمومي قومندان، جنرال جان الن، هم په بگرام هوايي اډه کي د امريکايي عسکرو له خوا د قرآن مجيد د سوځلو پر مهال ورته بيان کړئ ؤ:« دا کارونه زموږ استازيتوب نه کيي. موږ ټول هغه څوک نه يو، چي دغو عسکروکړي دي.» تر دغو نه هېرېدونکو جنايتو څه موده مخکي د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيتا، هم د کندهار په ميوند اولسوالۍ کي د عامو کليوالو( دوی په نظر وسله والو طالبانو) د بدن له پرې سوو غړو سره د امريکايي عسکرو د وحشتناکو او شرموونکو عکسو په باب داسي وويل:« موږ هغه څوک نه يو، چي تاسي يې په دې عکسو کي گورئ.»

« موږ هغه څوک نه يو» غولوونکی عبارت وار دواره د ۱۹۶۸ع کال د مارچ پر شپاړسمه، د امريکايي عسکرو له خوا د ويتنام په مي لای(My Lai) نومې سيمه کي د کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون د څلورو سوو(۴۰۰) ملکي ويتناميانو د وحشيانه وژني په اړه، د اشغالگرو امريکايي قواوو د قومندان، جنرال ويليم ويسټمورلنډ(General William Westmoreland) په وينا کي استعمال سو، چي دا دئ له هغه وخته تر اوسه هر وخت او هر چيري په هر استعمارځبلي هيواد کي د يرغلگرو پوځو د وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو پر مهال تکراريږي.۲

انگرېزي يرغلگرو په نونسمه پېړۍ کي زموږ پر خپلواکه او سرلوړې خاوره دري پلا( ۱۸۳۹ – ۱۸۴۲ع، ۱۸۷۸ – ۱۸۸۰ع او ۱۹۱۹ع ) ناروا او ظالمانه يرغل وکئ؛ او په هر وحشيانه يرغل کې( کي يې ) د دې ځنځير ماتوونکي هيواد و بېوزلو او مظلومو خلگو ته د سر او مال درانه تاوانانه واړول. سره له دې يې هر وار په بې شرمۍ او سپين سترگۍ سره ادعا کوله، چي برتانوي پوځونه د افغانانو د امنيت، ترقۍ او سوکالۍپه خاطر و افغانستان ته تللي دي. په۱۸۹۷ع کي د برتانوي استعمار نامتو ايډيالوگ – جوزيف چمبرلېن(Joseph Chamberlain) و خپلو استعماري نخشو ته د انساني او مترقي پوښ په ور اغوستلو سره استدلال کاوه، چي د انگلستان امپراتوري« د تصاحب يا مځکو لاندي کولو د منطق» پر اساس نه، بلکي د« د وجيبې د منطق » پر اساس جوړه سوې ده؛ او هغو هيوادو ته يې امنيت، سوله او نسبي سوکالي راوستې او لا يې راولي، چي پخوا يې دا ښېگڼي گرسره نه پېژندلې. تر شاوخوا يوې پېړۍ وروسته دا دئ په نسبتاً بېله بڼه د اوسنييو امريکايي مشرانو په ويناوو کي د چمبرلېن د همدې استعماري نظريې پراخ انعکاس گورو؛ د مثال په توگه د امريکا د متحدو ايالتود دباندييو چارو د پخوانۍ وزيري- مادلين البرايت) Madeleine Korbelová Albright ( په يوې وينا کي داسي لولو:« امريکا د نړۍ يوازنۍ ستر او پياوړی ملت دئ؛ او دې استثنايي ځانگړتيا و دې ځواکمن ملت ته دا واک ورکړئ دئ، چي د امپرياليزم ښه او گټوره بڼه پر مخ بوزي.»د امريکا اوسني دولتمشر، بارک اوباما، د عراق په ظالمانه جنگ کي د خپلو پوځيانو د ستايني په مراسمو کي وويل:« د پخوانييو امپراتورييو پر خلاف، موږ د مځکو يا زېرمو ترلاسه کولو په خاطر نه ، بلکي د دې دپاره دا قربانۍ ورکوو، چي دا کار پر ځای او پر حق دئ.»۳

په دې ترتيب گورو، چي د استعماري نخشو مدافعان او مزدوران د خپلواکو ملتو و بې رحمانه اشغال، ځبلو او لوټولو ته په يوه او بله بڼه د ښېگڼو، معقول او برحق کار په سترگه گوري؛ او د خپلو يرغلگرو لښکرو پر تورو او کرغېړنو جنايتو د تېروتني، ناپامۍ، ناروغۍ يا خورو ورو پېښو نومونه اېږدي. د دوی په نېز( نزد) د سولي، امنيت، ترقۍ او سوکالۍ سپيني ملايکي چيري او بشري ضد يا جنگي جنايتونه چيري. د استعمار ميرايثخوران او منتروهلي هم هر ځای په وياړ سره د خپلو بادارانو پر همدغو استعماري بابولالو شخوندونه وهي. په ډېري خواشينۍ سره د حقايقو د بېشرمانه مسخ کولو او تحريف دا لړۍ تر اوسه جاري ده.

په دې لنډه، خو هر اړخيزه ليکنه کي د حقوقي اسنادو او منطقي دلايلو په وړاندي کولو سره زباتوو، چي د بې گونا( گناه ) افغانانو، په تېره بيا د ډيورنډ د منحوسي او مردودي کرښي په دواړو خواوو کي د سرلوړو او خپلواکۍ مينو پښتنو عامي او پرله پسې وژني تېروتنه، ناپامي، ناروغي يا خورې ورې پېښي نه، بلکي د امريکايي او ايتلافي لښکرو هغه وحشتناک بشري ضد او جنگي جنايتونه دي، چي زموږ پر خپلواک او وياړلي هيواد د هغو له ظالمانه يرغل او يوولس کلن اشغال سره نه شلېدونکي اړېکي لري؛ او تر هغه وخته به جاري يي(وي)، چي په دې استعمارځبلې مېنه کي د نړۍ او سيمي د استعمارگرو دولتو، گاونډييو هيوادو او مزدورو ډلو ټپلو استعماري يرغلونه، تپل سوي جگړې او خاينانه لاسوهني رواني يي. له لومړۍ او دوهمي نړيوالي جگړۍ څخه را نيولې بيا تر ويتنام، افغانستان، عراق، ليبيا، سوريې او فلسطين پوري، هيچيري د دغه راز بشري ضد او جنگي جنايتو مخه نده نيول سوې؛ او نه يې څوک د مخنيوي وس لري.

ليکنه په څلورو برخو کي تنظيم سوې ده. په اوله برخه کي د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي مفاهيم شنل سوي دي؛ په دوهمه برخه کي د روم اساسنامې د احکامو له مخي د امريکايي او ايتلافي لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو و متشکله عناصرو ته ځغلنده کتنه سوې ده؛ په دريمه برخه کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو ځيني بشری ضد او جنگي جنايتونه د روم اساسنامې له مسجلو احکامو سره پرتله سوي دي؛ او په څلرمه برخه کي د دغه راز جنايتو پر بېلابېلو عواملو او انگېزو اوږدې خبري کيږي. د طرحه سوو موضوعاتو په اړه تر ځينو تيوريکو، مقايسه يي او تحليلي بحثو وروسته د ليکني و نتيجې ته رسيږو، چي د ټولو څېړل سوو مطالبو کُلي او عمومي تصوير وړاندي کيي.

لومړۍ برخه: د امريکايي او ايتلافي لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه
د ليکني په لومړۍ برخه کي و دې ارزښتناکي حقوقي پوښتني ته جواب وايو، چي د مظلومو افغانانو پر خلاف د امريکايي او ايتلافي لښکرو جنايتونه د څه دلايلو له مخي تېروتنه، ناپامي، ناروغي يا خوري ورې پېښي نه، بلکي په بشپړه او دقيقه مانا بشري ضد(Crimes against Humanity) او جنگي جنايتونه(War Crimes) دي؟ خو دې پوښتني ته تر جواب ويلو مخکي گټور، بلکي ضروري گڼو، چي د ځينو معتبرو حقوقي اسنادو په روڼا کي د بشري ضد او جنگي جنايتو د حقوقي مفاهيمو په اړه څه نا څه تيوريک مالومات وړاندي کو، تر څو درانه لوستونکي د شنل سوو موضوعاتو د سموالي او ناسموالي په باره کي په خپله روښانه، ازاد او عيني قضاوت وکي:

د نورمبرگ ( د ۱۹۴۵ع کال د نومبر له شلمي څخه د ۱۹۴۶ع کال د اکتوبر تر اولي پوري ) او توکيو( د ۱۹۴۶ع کال د اپرېل ۲۹مه ) د محاکمو پر اسنادو سربېره د جينيوّا يا ژنيو په کنوانسيونو او ځينو نورو معتبرو حقوقي اسنادو کي د بشري ضد او جنگي جنايتو په اړه پراخي خبري سوي دي، چي ټول يې په گډه د وسله والو شخړو او منازعو په بين المللي حقوقو کي د ارزښتناکو سرچينو په توگه کاريږي.۴ له دې کبله چي په دې وروستييو لسيزو کي د نړۍ له گوټ گوټ څخه د جگړو او تصادماتو بېلابېلو پېښو او حالاتو د بشري ضد او جنگي جنايتو تعريف، متشکله عناصر، ډولونه، جزاوي او ډېر نور جزييات هم تر ډېره حده بدل کړي دي، بېځايه نه ده په دې لنډه ليکنه کي يوازي په هغه ارزښتناک حقوقي سند اِستِناد وکو، چي د بشري ضد او جنگي جنايتو د بېلابېلو ډولو او حالاتو په اړه يې جامع احکام تسجيل کړي دي. دا نوی سند د جزا د بين المللي محکمې(International Criminal Court) هغه اساسنامه ده، چي د روم اساسنامې(Rome Statute) په نامه شهرت لري. دا اساسنامه د يو سل و شپېتو( ۱۶۰ ) دولتو له خوا د ۱۹۹۸ع کال د جولای پر اوولسمه تصويب سوې؛ او د ۲۰۰۲ع کال د جولای پر اوله نافذ سوې ده. که څه هم د ځينو نورو بين المللي مؤسسو په شان د دې محکمې اداره هم د ځواکمنو غربي دولتو په لاس کي ده؛ خو سره له هغه هم د« بشري حقوقو»،« ډيموکراسۍ » ،« قانونواکۍ » او« عدالت » نړيوال مدافع ( د امريکا متحده ايالتو ) او ځينو نورو هيوادو لکه اسراييلو، روسيې، چين، شمالي کوريا او ليبيا د هغې له غړيتوبه ډډه کړې ده. ځينو نورو لوېديځو دولتو که ظاهراً د دې محکمې رسمي غړيتوب تر لاسه کړئ هم دئ، خو په عمل کې و هدفو او صلاحيتو ته درناوی او اعتنا نه کيي. تر هغه وخته، چي په محکمه کي يوازي د بېوزلو افريقايي هيوادو يا ځينو په اصطلاح نافرمانه دولتو جنگي مجرمين و محاکمې ته بېول کيږي؛ او زموږ د عصر تر ټولو بې رحمه جنگي جنايتکاران لکه اريل شرون، نتنياهو، بوش، چيني، بلېر او داسي نور ازاد گرزي، و دغه راز محکمې ته د خپلواکي، بې پرې او عادلانه محکمې خطاب کول، له انصاف او حقانيت څخه ليري خبره ده. سره له دې هم، روم اساسنامه د بشري ضد او جنگي جنايتو د بېلابېلو حالاتو د پېژندني په اړه د بين المللي بشري حقوقو تر ټولو نوی او گټورسند بلل کيږي ، چي دلته يې تر دوو بېلو عنوانو لاندي، د ځينو غټو ټکو يادونه کوو:

الف ) بشري ضد جنايتونه
روم اساسنامې د خپلي اوومي ( ۷ ) مادې په لومړي پاراگراف کي، بشري ضد جنايتونه داسي تعريف کړي دي:« د دې اساسنامې د هدفو او مخسدو دپاره« بشري ضد جرمونه » د لاندي عملو په مانا دي، چي د ملکي خلگو پر خلاف د يوه پراخ او سيستماتيک شعوري بريد د يوې برخي په توگه، ارتکاب سوي يي:
الف ) وژنه يا قتل؛
ب ) ورانکاري؛
ج ) مريی کول؛
د ) د خلگو تبعيدول يا جبري لېږدول؛
هـ ) د بين المللي حقوقو له اساسي قواعدو څخه په سرغړوني سره د خلگو بندي کول يا له جسمي ازادۍ څخه د بې برخي کولو نور سخت او ربړونکي شکلونه؛
و ) شکنجه يا ځوروَنه؛
ز ) جنسي تېری، جنسي مريی کول، جبري بدلمني( فحشا)، جبري اوميدواره کول، جبري شنډول (عقامت) يا د دغه راز جنسي زورزياتي نور شکلونه؛
ح ) د سياسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنسي عواملو او انگېزو له مخي ( لکه څنگه چي د دې مادې په دريم پاراگراف کي تعريف سوي يا نورو هغو عواملو او انگېزو له مخي، چي په دغه پاراگراف کي د مندرجو جرمو او يا د دې محکمې تر واک لاندي جرمو په تړاو په بين المللي حقوقو کي ناجايز پېژندل سوي دي) د يوې ځانگړي ډلي يا عامو خلگو ازارول؛
ط ) د اشخاصو جبري تَريتم کول؛
ی ) نژادي جلا ساتنه( اپارټايټ/ اپرټايډ)؛
ک ) په بين المللي ډگر کي نور ورته جرمونه، چي انسان ته لوی عذاب يا د وجود و فکري يا جسمي روغتيا ته جدي زيان رسيي.۵

د اوومي مادې په دوهم پاراگراف کي د لومړي پارگراف د ټولو مندرجو جرمو تعريفونه بيان سوي دي. دلته يوازي د لومړي پاراگراف د هغو دوو حقوقي تعريفو متن را اخلو، چي د دې ليکني له مضمون سره نيژدې ارتباط لري.

د دوهم پاراگراف په (الف) فقره کي پر ملکي خلگو عمدي بريد و داسي تگلاري ته ويل سوئ دئ، چي په لومړي پاراگراف کي پېشبيني سوي عملونه، د يوه دولت يا سازمان د پاليسۍ له مخي، څو واره ارتکاب سوي يي.که په ساده ژبه و وايو، د اوومي مادې په لومړي پاراگراف کي درج سوي جرمونه يوازي هغه مهال بشري ضد جنايتونه بلل کيږي، چي په ارتکاب يا کولو کې(کي يې) دغه دوه متشکله عناصر تحقق ومومي:

– د ملکي وگړو پر ضد مندرج جرمونه بايد د يوه دولت يا يوه سازمان د پاليسۍ يا تگلاري پر اساس ارتکاب سوي يي(که څه هم د دغه راز دولتي يا سازماني پاليسۍطراحان رسماً نه يې پېژندل سوي) يا يې د يوه حکومت يا ډيفاکټو واکمنۍ له خوا وکولو ته اجازه ورکړل سوې يي يا يې پرکولو سترگي پټي سوي يي.
– د ملکي وگړو پر خلاف ډول ډول جنايتونه بايد پراخه او سيتماتيکه بڼه ولري. ياني څو څو واره ارتکاب سوي يي.۶

د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې د لومړي پاراگراف په « ط » فقره کي د اشخاصو د جبري تريتم کېدو موضوع د همدې مادې د دوهم پاراگراف په « ط » فقره کي، داسي تعريف او تفسير سوې ده:
« د اشخاصو جبري تريتم کېدل د يوه دولت يا سازمان په وسيله، اجازه، ملاتړ او رضايت د اشخاصو د نيولو، بندي کولو او تښتولو په مانا دي، چي وروسته يې اوږده موده له قانوني مصوونيت څخه د بې برخي کولو په مخسد( مقصد)، د بندي کېدو له ابلاغ او د ژوند او ځای ځايگي په اړه له مالومات ورکولو څخه هم ډډه کيږي.»۷ ياني شخص په پيل کي د يوه دولت يا سازمان په وسيله، اجازه، ملاتړ يا رضايت نيول کيږي؛ بندي کيږي يا تښتول کيږي؛ او بيا يې له قانوني مصوونيت څخه د بې برخي کولو په خاطر پر بندي کېدو خوله پټيږي؛ او حتا د ژوند او ځای ځايگي په اړه يې له مالومات ورکولو څخه هم نټه کيږي.

د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې پر دې روښانه حکم سربېره، له نن څخه څلور شپېته کاله مخکي، د بشر د حقوقو د نړيوالي اعلاميې په نمه/نهمه( ۹) ماده کي هم د خپلسر نيولو، توقيفولو يا شړلو د مخنيوي په باب خورا صريح بيان راغلئ دئ. دا ماده د ملگرو ملتو و ټولو غړو ته په لنډ، خو څرگندو ټکو داسي لارښوونه کيي:« هيڅوک بايد له خپلسر نيولو، توقيفولو او شړلو سره مخامخ نسي.»۸
_____

لمنليکونه

1 Emily Schultz, CNN Senior White House Producere, “White House on Afghanistan shooting”, March 11, 2012: http://whitehouse.blogs.cnn.com/2012/03/11/ white-house-statement-on-afghanistan-shooting/

2 Dan DeWalt, “American Atrocities: Not Who We Are? Really?
So Then Who in the Hell Are We?”, Information Clearing House, n.d.: http://www.informationclearinghouse.info/article31262.htm

3 Ben Schreiner, “Afghanistan: US press withdraws”, Asia Times Online, Jan 6, 2012: http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/NA06Df01.html

4 B. M. Klimenko, V. F. Petrovsky and Yu. M. Rybakov, A Dictionary of International Law. ed. Saifulin Murad, Trans. from Russian(Moscow: Progress, 1986) 59 – 59; D. I. Feldman et. al., International Law, ed. Prof. G.I. Tunkin. English translation from the Russian, ed. Muran Saifulin, Cand. Sc. (Law), ( Moscow: Progress Publishers, 1986 ) 512 – 13.

5 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 3 – 4: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/ADD16852-AEE9-4757-ABE7-9CDC7CF02886/283503/RomeStatutEng1.pdf

6 ـــــــ, “Crimes against humanity”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Crimes_against_humanity

7 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 5: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/ADD16852-AEE9-4757-ABE7-9CDC7CF02886/283503/RomeStatutEng1.pdf

8 United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/

پاته په بله برخه کي

Copyright Larawbar 2007-2024