د يوه ځانوژونکي بريدکوونکي د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | سپتمبر 3rd, 2013


په کنړ ولايت کي يوه ځانوژونکى بريدکوونکى مخکي له دې چي هدف ته ځان ورسوي د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا نيول سوى دئ.
اړوند چارواکي وايي چي ياد کس ئې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى او اوس مهال ورڅخه پوښتنه شروع دي.
د چارواکو په وينا چي ياد کس ئې د دې ولايت په نرنګ اولسوالۍ کي نيولى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024