ذبيح الله مجاهد: دبرکت علي رضايي په نوم خپره سوې ويډيو يوه جعلي دسيسه ده

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2013


د برکت علي رضايي په نوم يو کس ادعا کوي چي په له ناروې څخه د افغانستان روزګان
ولايت ته په دې موخه تللی دی چي د حکيم شجاعی او د هغه د نفرو په لاس د بې طرفه
ولسي وګړو د وژنو او شکنجه کولو په اړه يو مستند فلم جوړ کړي، نوموړی وايي  د
حقيقت موندني په موخه يې ددغه ولايت د عامو خلکو سره خبري اتري کولې چي وسله والو
طالبانو نيولی او شکنجه کړی دی ، دغه کس وايي چي د وژل کېدو څخه مخکي په تېښته
بريالی سوی دی او د شجاعي د مسلحو کسانو سره يو ځای سوی دی.

رضايي دغه وسله وال کسان طالبان بللي دي خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه هڅه
ردوي او يوه جعلي دسيسه يې بولي، نوموړي لراوبر ته وويل : موږ تحقيقات وکړل، ويډيو
کاملاً لاسي او جعلی جوړه شوي ده ، ښکاریدونکي کسان هم که تاسو دقيق وګوري له سره
مجاهدين نه دي ، او نه  هم وهل په ريښتيا کوي ، موږ دغه ويډيو او دغه راز
کړنه  ردوو ، دايو ه جعلي دسيسه ده چې په کلکه يي غندو هم .

د کارپوهانو په نظر هم ويډيو  ريښتونې نه ښکاري د ډېرو په نظر دغسي هڅي هغه
وخت رامنځته کيږي چي يوه سياسي ډله يا مافيايي ګروپ دخپلو شخصي يا سياسي ګټو د پاره
هم د يوه شخص يا ډلي د بدنامولو هڅي په داسي شکل طرحه کړي چي په ضمن کي د خلکو
اذهان ګډوډ کړي او خپل کس يا ډله مظلومه وښيي.

د يادوني وړ ده چي د وسله والو طالبانو لخوا لسګونه داسي ويډيوګاني خپرې سوي دي
چي د جاسوسۍ په تور تورنو کسانو ته د مرګ سزا ورکوي خو هغه ويډيوګاني له دغي ويډيو
سره له هره پلوه زيات توپير لري.

 

د حکيم شجاعي او هغه د نفرو په لاس د خاص ارزگان ولسوالۍ د سلګونو کسانو بېګنا وژلو او شکنجه کولو په اړه نور سرليکونه :

 

حکيم شجاعي د بېګنا ښځو ، سپين ږيرو او کوچنيانو په وژلو او شکنجه کولو تورن دی

 

د
استخباراتي کړيو لخوا د وروڼو قومونو تر منځ د کرکي اچولو دندي

حکيم شجاعي زنده باد – مرګ
پر بې همته پښتنو !

Security
at the Fringes: the case of Shujai in Khas Uruzgan

د بشر د حقوقو د کميسون
ړنده غوښتنه

دايې پښتانه !

د ولسمشر ددفتر بې تاجه
پاچا

د حکيم شجاعي قضايي مصئونيت

طلوع
نيوز: حکیم شجاعی در قتل، شکنجه و آبه آتش کشیدن خانه های مردم دست دارد

دشجاعي‌په خلاف عملیات ،
داروزګان والي‌معلومات غواړي

يووار بيا د شجاعي د نيولو
امر صادر شو

په خاص روزګان کي د شجاعي
پر ضد لاريون وشو

حکيم شجاعي که دوهم
هلاکو

نو بيا شجاعي بن خليلي څه
ملامت دی ؟

شجاعي او د قانون ضعيفي
منګولي

حکيم شجاعي که دوهم چنګیز
؟

د خليلي شجاعي بيا د لسو
بېګنا پښتنو لاسونه مات کړيدي

حکيم شجاعي د کريم خليلي په
مټ سرې سترګي ګرځي

د بېګنا ولسي خلکو د قاتل
حکيم شجاعي پر ضد لاريون وشو

 

Copyright Larawbar 2007-2024