په نورستان کي تښوتل شوي ډاکټران وژغورل شول
تیره ورځ د نورستان ولایت د ددواب ولسوالۍ له اوړوندي سیمي د ( اي ام سي ) موسسي دري تنه ډاکټران د نامعلومو وسلوالو له لوري برمته شوي ول د نورستان والي تمیم نورستانۍ وايي چي په سیمه کي پولیسو په پوره میړانه له وسلوالو د تښتول شوو ډاکترانو د خلاصون هڅي وکړي چي پایله کي دری واړه ډاکتران راخوشي شول
همدارنګه د وسلوالو طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد وايي چي یاد ډاکټران په سیمه کي د یو شمیر غلو لخوا تښتول شوي وه چي وروسته د امارت طالبانو د یادو غلو د نیولو او ډاکټرانو د راخوشي کولو لپاره لاس په کار شو چي په پایله ټول غله له سیمي وتښتیدل او ډاکټران په سالمه توګه د طالبانو په لاس سیمي خلکو ته وسپارل شول
دا په داسي خال کي چي که څه په نورستان کي روغتیايي ډلي د نامعلومو کسانو تر تهدید لاندي دي خو طالبان وايي چي په ټول نورستان کي دوي د روغتیايي ډلو ساتنه کوي