په بنو كې بمي بريد شپاړس نجونې ټپانې كړې
حبيب تاثير - کوټه
نن د پنج شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په پنځمه نېټه تر غرمې وروسته په خيبر پښتونخوا كي بمي بريد تر پنځلس زياتې زدكوونكې ټپيانې كړې.
لر اوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: د دغه ايالت په بنو ښار كې د نجونو د يوې ښوونځۍ مخې ته د ځاى پر ځاى شوي بم د چاودېدو له امله شپاړس تنه نجونې ټپيانې كړې دي، چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي.
كه څه هم په خيبرپښتونخوا او په قبايلي سيمو كې په سلګونه د نجونو او هلګانو ښوونځي د ناڅرګنده وسله والو كسانو له لوري په بمونو الوزول شوي او يا هم سوځول شوي دي او لا هم دا لړۍ دوام لري او د ځينو پړه يې په پاكستان كې وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده خو تر اوسه پوري چا د دغې نننۍ پېښې پړه نه د منلې.
دغه پېښه له هغه وروسته رامنځ ته كېږي چې تېره ورځ بنو ته څېرمه په سيمه شمالي وزيرستان كې له څو ورځو څخه وروسته تړل شويو ښوونځيو ته د بېرته خلاصېدو اجازه وركول شوې وه.