فراه:دوو كورنيو تر ٣٥ كلني بدى وروسته سوله وکړه

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2013


دفراه والي محمد عمر شیرزاد په مشرۍ دسولی دکمیټي او دولایتی شورا دریسانو په هلو ځلو چي دفراه ولایت دخاکسفید هغه دوې کورنۍ چي ۳۵ کاله یی ترمنځ بدي وه او د دواړو لورو ۱۸ کسان وژل شوي وه سوله وکړه.
د فراه ولايت والي وياند عبالرحمن ژوندي لراوبر ته داسي وويل:
وروسته دقران عظیم الشان دتلاوت نه دفراه والی ښاغلی شیرزاد خبری وکړي دتولو مخورو څخه مننه وکړه چي ددې سوله ایز کار لپاره یی هڅه وکړه او دهغو دوو کورینیو څخه مننه وکړه چي سولي ته یی غاړه پریښوده.والی صاحب زیاته کړه چي زموږ په هیواد کې څه دپاسه ۳ لسیزي جنګ اوجګړي دې او داچې شخصي بدۍ هم ترسره شی دانو هيڅ د زغم وړ نده .والی وویله ډیر دویاړ ځای دی چي نن په داسي غونډه کي ګډون لرم چي ددو کورنیو ترمنځ سوله کیږي دوالي صاحب په وینا چي زما پیام دادي چي وسله وال مخالفین هم دسولی دبهیر سره یوځای شي چي په دي ولایت کي سوله ایزه فضا خپروه شي.
ورپسي څو تنو نوروعالمانو او مخورولکه حاجی ملا بورجان او حاجی غلام محی الدین سناتورخبري وکړي نوموړو زیاته کړه افغانانو تل دجرګو او مرکو له لاري لویی ستونزي حل کړي دي او دا زموږ کلتور دی چی په دي ویاړو. یادو مشرانو پردواړو کورنیو غږ وکړو چي نور سوله ایز ژوند غوره کړي.
ورپسي هغه ۴تنه چي اوس مهال په توقیف کي قرار لري راوستل شوه او دنوموړو خپل خپلوان سره غیږپه غیږ سوله او ۳۵ کلنۍ بدي ته یی دپای ټکي پریښودي وروسته سیدانو او عالمانو دعاګاني وکړه چي نورددي کورني ترمنځ جنګ اوتاوتریخوالی منځ ته رانشي .
دیادولو وړده چي د دواړو لورو دقران کریم په وړاندي لوړه وکړه چي نوربه سوله ایز ژوند کوي .یادونه دغه دوي کورنۍ دخاکسفید اوسیدونکي وه پرتیرو ناخوالویی پښیمانو وښوده.

Copyright Larawbar 2007-2024