په كوټه كې د ادبي چينه ټولنې له لوري ادبي غونډه وشوه
حبيب تاثير - کوټه
نن د جمعې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په شپږمه نېټه په كوټه كې د ادبي ټولنې (ادبي چينه) له لوري اووه ورځنۍ ادبي غونډه د سردارمحمد الفت په مشرۍ كې ترسره شوه.
د دغه ټولنې د پريس سيكرټري سليم دادمل له لوري لر اوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي په دغه غونډه كې په لسګونو تنو شاعرانو، ليكوالانو، د قلم خاوندانو، مينه والو او اولسي وګړيو ګډون كړى وو.
د ده په خبره ياده غونډه چې د تاريخ موضوع ته ځانګړې شوې وه د ماپښين له لمانځه وروسته د كوټي په غوث اباد كې د قران كريم په څو اياتونو سره پيل او ماښام ناوخته پاى ته ورسېده.
د دادمل په خبره: په دغه غونډه كې ځوان ليكوال او شاعر شفيع الله سايل د ايماء پاچا په اړه په زړه پوري مالومات وړاندې كړل، چې د ډېرى برخه ولو له پاره نوي او د اورېدو وړ وو.
څنګه چې د ادبي ټولنو له لوري ادبي غونډې خپل زوړ روايت ژوندى ساتي او د غونډې په پاى كې مشاعره كوي نو دا ډول د ادبي چينې له لوري د جوړې شوې نننۍ غونډې په پاى كې هم يوه په زړه پوري مشاعره وشوه، چې په كې ملګرو د ميني، وطن دوستۍ، حماسي او طنزيه شعرونه ولوستل، چې د غونډې د ګډون كوونكيو له لوري په داد او چكچو بدرګه كېدل.
په كوټه كې د ادبي چينه ټولنې له لوري له تېرو څو كالو څخه دغه ډول غونډې كېږي چې په كې د سيمې ډېرى شاعران، ليكوال، د قلم خاوندان، مينه وال او اولسي وګړي ګډون كوي،
دوى هم د نورو روشنفكرانو، شاعرانو او ليكوالانو په څېر فكر كوي چې دا ډول غونډې د پښتنو د ښه راتلونكي او پرمختګ له پاره تر ټولو ښه ذريعه ده، دوى وايي چې كه څه هم لر او بر پښتانه دا وخت په فكري او سيمه ييزه توګه سره وېشلي نو د هغوى د فكري يووالي له پاره د دا ډول هلو ځلو اړتيا ليدل كېږي.
دوى فكر كوي چې پښتانه په اوس وخت په پردي جنګ كې راګير دي خو تر څو چې پښتانه تعليم يافته نه شي او خپل دښمن و نه پېژني تر هغې پوري دا جنګ د دوى له سيمې څخه نه شي وتلاى، نو دا چې اولس ته د مثبت فكر د وركولو له پاره دا ډول غونډې اړينې دي.