د مذهبي مشر پر دېره د وسله وال بريد په ترڅ كې يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 6th, 2013


نن د جمعې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په شپږمه نېټه د پاكستان د پنجاب ايالت د ګجرات په جوكي سيمه كې د يو مذهبي پېشوا پر دېره باندې د وسله وال بريد له امله د يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي پوليسو لر اوبر ډاټ كام ته ويلي دي چې په ياده دېره باندې دريو تنو وسله والو موټر سايكل سپرو بريد كړى دى چې له امله يې د يوې كورنۍ د پنځو غړو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي او څلور نور ټپيان دي.

پوليسو ويلي دي په وژل كسانو كې مذهبي مشر سيد طيب پهل شاه، د هغه سكه ورور اعجاز شاه، د هغه دوه زامن ارجدشاه او غلام عباس شاه، يو ملازم اعضاز، دوه تنه مېلمانه غضنفرحسېن او علي عباس شامل دي او څلور تنه نور سخت ژوبل دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي.

پوليسو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي چې ايا دا ذاتي دښمني وه او كه كومه سياسي يا مذهبي پېښه، ځكه چې په پاكستان كې له تېرو شلو كالو څخه د شيعه او سني وګړو ترمنځ كله كله دا ډول پېښې رامنځ ته كېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024