پكتيکا:هندۍ لیکواله سُشمیتا بنرجی ووژل سوه
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی نامعلومو وسلوالو نن د پکتیکا ولایت په ( دیګان سور کلی ) کی هندۍ لیکواله میرمن سُشمیتا بنرجی ووژله .
بنرجی څه کم دوې لسیزی مخکی د یو افغان ( جان باز خان ) سره د هند په کلکته کی واده کړی و او د هغه سره یې په پکتیکا کی ګډ ژوند کاوه .
میرمن بنرجی د طالبانو پر ضد یو ناول لیکلی و چی عنوان یې ( د کابلي والا بنګالۍ میرمن ) و . بالیووډ وروسته د دغه ناول څخه یو فلم تهیه کړ چی نوم یې ( د طالبانو څخه تیښته ـ ایسکېپ فرام طالبان ) و چی په ۲۰۰۳ کی سینماګانو ته راووت .
د جانباز خان د لومړنۍ میرمنی پلار ( ظفر خان ) وویل چی میرمن بنرجی مسلمانه سوې وه او نن مو په خپله هدیره کی خاورو ته وسپارله .
مګر طالبانو د دې قتل په باره کی تر اوسه څه نه دي ویلی .
میرمن بنرجی په پکتیکا کی د ناروغانو خصوصأ ښځو تداوي کوله ، خو د طالبانو د تګلارو سخته مخالفه وه .