بریا راوړنه روحیه راوړنه وه

د لراوبر اداره | سپتمبر 15th, 2013


افغان ځوان په داسي ټولنه کي اوسیږي چي هره شیبه یې ژوند له مرگ سره مخ دئ،هره لحظه یې د کور پر ساحه اوجغرافیه خبري کیږي چي، د وروڼو ترمنځ به وویشل سي،که به دشاروالی بې رحمه بیلدوزر دظالم ډریور په لاس کي پر راسي او دخاوري سره به يې سم کړي،خو یو گول په ملادیف کي پرهندوانو وهل کیږي او دکور دننه یې ټول وروڼه لاس په دعا کیږي، نارې وهي احساسات یې راپاریږي، او بالاخره پر دوهم ګول ټول په یوه صلاح راوزي او دخوشۍ نارې د وروولۍ نارې د قربانۍ نارې تر لمر ختلو پوري دلوی اوکوچني په خولو کي جاري کیږي اوپه یوه صلاح وايي: افغانستان زنده باد،زنده باد افغانستان..
دفوټبال یوې بازۍ په میلنونوافغان په توره تیاره کي له کوره راویستل،یوه ګول زړونه راویش کړه پر دوهم ګول ښارونه راویش سوه،پښتون،تاجک،ازبک او هزاره… په یوه اواز راووتل اوله یوې خولې راووتل یو اواز یو اهنگ یوه سندره اویو شعار وو زنده اباد افغانستان..
ماته په هغه شپه دا احساس پیداسوچي، افغانان ټول یو دي،افغانان اوس دافغانستان په ساتلوکي راویښ سویدي،افغانان اوس د ورورولۍ اواز پیژني،افغانان اوس قربانۍ ورکولوته داسي چمتو دي لکه: دفوټبال په لوبه کي چي یواوبل ته دپاس ورکولوکي حساس اوچمتو ولاړ ول.هغه یوه گول داسي ملي روحیه راوړه چي دسولي شعارونه او تکبیرونه یې دټول افغان ولس په خوله اذانیدله او…
ایا که یواوبل ته داسي پاس ورکړو چي هدف مو یو داسي ګول یا بریا وي چي ټول افغان ولس راويښولاي سي، د ورورولۍ مینه یې په زړونو کي دننه کولای سي نو؛ ولي د داسي پاس هڅه نه کوو چي بریا مو یوه ملي روحیه سي،بریا مو افغانستان وژغوري بریا مو افغان ولس موړ کړي بریا مو راتلونکي نسل ته افغانستان – زنده ابادافغانستان کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024