کور / اسلامي / د قيامت په ورځ پنځه پوښتنى ورځنى حديث

د قيامت په ورځ پنځه پوښتنى ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث ( د قيامت په ورځ پنځه پوښتني)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : لسمه برخه پرله پسې لړۍ

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :

د قيامت په ورځ به انسان يو قدم له مځکي نه سي پورته کولای ترڅو چي پنځه پوښتني ورڅخه و نه سي:
لومړۍ : د عمر په هکله چي عمر دي په څه کي تېر کړى دئ ؟
دوهمه: د ځوانۍ په هکله چي په څه شي کي دي ځواني تېره کړه يا دي پر څه شي تېره کړه؟
درېيمه: د مال په اړه چي څنګه يا په څه ډول دي ګټلى وو؟
څلرمه: خپل ګټلى مال دي په کومو کارونو کي يا څنګه مصرف کړى وو؟
پنځم: څونه علم ئې حاصل کړى وو او څونه عمل ئې په کړى وو؟
(رواه الترمذي).