په افغانستان کې دبهرنیو هیوادونو د نظامي اډو شتون
په افغانستان کې دبهرنیو هیوادونو د نظامي اډو شتون دافغانانو دملي ارزښتونو اوملي ګټوسره سمون نه لري
تر هرڅه لومړی سوله او دافغانستان خپلواکي ، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا دافغانستان دخلکو د ټولو ملي ګټو څخه لوړې او د ډیر ارزښت وړ دي ، چې له همدې کبله یې دملي نوامیسو نوم او ځای غوره کړی دی . دغه سترملي ارزښتونه هغه وخت د افغانانو په برخه وو چې افغانستان د پردیو یرغلونو او تیریو څخه خوندي واو افغانانو کولای شول په خپل ټینګ ملي یووالي سره دخپل هیواد له خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه او دفاع وکړي . دا ارزښتونه هغه وخت د ګواښ او خطر سره مخامخ شول چې د نړۍ سترو یرغلګرو ځبرځواکونو دخپلو استعماري پراختیا غوښتونکو موخو او ګټو لاسته راوړو دپاره زموږ هیواد دتیري او یرغل لاندې راوست .
لومړی برطانوي استعمارچیانو خپل تور لاسونه زموږ پاکې خاورې ته راوغځول او د افغانانو دخپلمنځي بې اتفاقیو څخه په ناوړه ګټې اخستوسره یې افغانستان ونیو او بیایې ترې د ډیورنډ دکرغیړنې استعماري کرښې په واسطه یوه ډیره برخه خاوره دخپل استعماري واک لاندې راوستله ، چې تر اوسه پورې دغه استعماري توطیه د پاکستان په وجود کې دوام لري . دانګریزي استعمارچیانو په واسطه ویشل شوی افغانستان نه یواځې لا اوس هم ویشلی پروت دی ، بلکې استعمارچیان غواړي چې د افغان واحد ملت د ویشلو دا توطیه چې دوﺉ په ۱۸۹۳ کال کې پر افغانانو تپلې ده د تل د پاره پاتې وي ، تر څو افغانان ونه شي کړای د یو خپلواک واحد ملت په څیر د خپل اصیل هویت او ملي ارزښتونو څخه دانګریزانو او نورو بهرنیو یرغلګرو په وړاندې دفاع وکړي . همدا اوس د تروریزم سره د مبارزې په پلمه انګریزي یرغلګر ځواکونه د بې پیلوټه الوتکو په شمول پیچلي او ډیر عصري وسلې په کار وړي او هره ورځ په لسګونو بیګناه پښتانه د ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون له منځه وړي .
پر ویشل شوي افغانستان د نړۍ بل استعماري ځبرځواک ، شوروي اتحاد ، دکبر او غدارۍ څخه ډک دخپل پراختیا غوښتونکي سیاست پر بنسټ د ۱۳۵۸ کال د جدي پر۶ نیټه یرغل وکړ او دیو شمیر پردیپالو وطنپلورونکو په مټ یې نه یو اځې د انګریزي استعمارچیانو د « بیل یې کړه ! ایل یې کړه ! » توطیې ته دوام ورکړ،بلکې دانګریزانو له وحشت څخه لا پسې ډیروحشیانه یې دافغانانو ، په تیره بیا پښتنو د ځپلو دپاره د سکاد توغندیو په ګډون له ډیرو پیچلو او عصري وسلو او جګړه ایز مکانیزم څخه کارواخیست . د روسي ځبر ځواک او افغان مظلوم ملت ترمنځ نابرابره جګړه کې له دوه میلیونو په شاوخواکې افغانان په شهادت ورسیدل، همدومره ټپیان معیوب او معلول شول او له پنځو میلیونو څخه زیات افغانان له خپل کور کلي او هیواد څخه کډې کولوته اړویستل شول . افغانستان په کنډوالو بدل شواو د روسانو د اجنټانو له خوا قومي ، ژبني او مذهبي تعصبونو ته په لمن وهلو او دبهرنیو هیوادونو په تیره بیا روسانو ، ایرانیانو او پنجابیانود لاسوهنو او نړیوالې ټولنې د بې تفاوتۍ له کبله افغانان په کورنیو جګړو کې د نه جبرانیدونکو مادي او معنوي زیانونو او بربادیو سره مخامخ شول . د روسي یرغلګرو ځواکونو او افغان ملت ترمنځ جګړه کې د افغانانو دسترو قربانیو او اتلولیو له کبله روسي یرغلګر ځواکونه په ګونډو شول او له افغانستان څخه دانګریزانو په څیر زړه خوړیني او له کینې ډک ووتل . خو په خواشینۍ سره دانګریزانو او روسانو له ماتې نورو یرغلګرو استعماري ځواکونو عبرت وانه خیست او دا ځل تر دې دووستر ځبر ځواک ،امریکې ، چې دروسانو دتیري په وړاندې یې افغانانو سره د دوستۍ او مرستې سینه ډبوله زموږ دجګړو ځپلي هیو اد دنیولو اوافغانانود ایل کیدو دپاره دخپلو ټولو ناټویې ملګرو سره د تروریزم سره دمبارزې په پلمه تیری سرته ورساوه .
د شوروي یرغلګرو پوځونو سره په جګړو او کورنیو خپلمنځي جګړو کې ځپل شوو افغانانو د لاځپلو دپاره دنړۍ تر ټولو ستر ځبر ځواک ، دامریکې متحده ایالتونو ، بډې راووهلې او په افغانستان او سیمه کې دخپلو استعماري پراختیا غوښتونکو ګټو او موخو لاسته راوړو د پاره یې پر افغانستان د یرغل کولو دپاره دتروریزم سره مبارزه پلمه کړه او د ملګرو ملتونو دامنیت شورا تایید او د ناټو دنورو هیوادونو ملاتړ یې تر لاسه کړ . امریکایانو د انګریزي او روسي یرغلګرو ځبر ځواکونو هم پښه واړوله او دافغانانو د ایل کیدو او ځپلو دپاره یې له هیڅ ډول بیرحمۍ څخه ډډه ونه کړه . په تیره بیادافغان ملت دملاتیر پښتون قوم په لمنځه وړو او ځپلو کې له هرې لارې او وسیلې څخه کار واخیست . نه یواځې په سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي ډګرونو کې د پښتون قوم دمحکومیت دپاره هلې ځلې وشوې او دوام لري ، بلکې په فزیکي ډول پښتون ځپنه او وژنه دښځو ،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون دقومي جینوساید بڼه غوره کړې ده .ډیر خلک دې پایلې ته رسیدلي دي چې امریکایان ګنې افغانستان ته د تروریزم سره دمبارزې تر پلمې لاندې د پښتنو له منځه وړو او ځپلو د پاره راغلي دي .
څرنګه چې پښتانه دافغان ملت دملا تیر جوړوي ، نو ځکه د پښتنو ځپل په واقعیت کې د ټول افغان ملت ځپل او ایل کول دي . همدارنګه دامریکې متحده ایالتونه د افغانستان ملي نوامیسو ته په نه درناوي سره د « ډیورنډ » تپل شوې استعماري کرښه چې افغان واحد ملت یې د ټولو نړیو الو قوانینو سره په ضدیت کې ویشلی دی ، دافغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوال برید په څیر پیژني . چې دامریکایانو دا کارنه یواځې د افغانانو دملي ګټو او ارزښتونو پر ضد عمل دی ، بلکې ټول افغان ملت ته سپکاوی دی . ترڅو چې دامریکې متحده ایالتونه دغسې چلند او دریځ لري ، نو ددغسې دریځ اونورو ټکو په نظرکې نیولو سره دامریکې متحده ایالتونو سره دامنیتي تړون لاسلیک کول او په افغانستان کې دایمي نظامي اډې ورکول دافغانانو دملي ارزښتونو او ګټو سره نه یواځې سمون نه لري ، بلکې د دې ارزښتونو او ګټو په وړاندې ضد عمل او خیانت ګڼل کیږي . ځینې دپام وړ ټکي چې د امریکې سره د امنیتي تړون لاسلیک اوپه افغانستان کې د امریکایي نظامي اډو شتون د افغانانو دملي ارزښتونو او ګټو ضد عمل ثابتوي لاندې په لنډ ډول وړاندې کیږي :
۱ـ امریکایانو دانګریزانو او روسانو په څیر د « بیل یې کړه ایل یې کړه » پالیسۍ څخه کار واخیست او دپښتون قوم پر ضد دشمالي ټلوالې په وجود کې د تاجک ، اوزبک او هزاره قومونو په استازیتوب ځینو متعصبو کسانو ته په امتیاز ورکولوسره قومي اختلاف او تعصب ته لمن ووهله او په دې سره یې د افغانانو ملي یووالی د ستونزو او خطر سره مخامخ کړی دی .
۲ ـ افغانان تر هر څه لومړی سولې ته ضرورت لري ، خو دامریکې سره دامنیتي تړون په لاسلیک کیدو سره چې په افغانستان کې امریکایي دایمي نظامي اډو شتون ته لار پرانیزي دغه موخه نه یواځې نه ترلاسه کیږي ، بلکې د تروریزم سره د مبارزې تر پلمې لاندې به جګړې او افغان وژنه دوام لري .
۳ ـ دافغانستان خپلواکي ، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړ تیا به نیمګړې او د « ډیورنډ » دکرښې ، چې امریکایان یې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دنړیوال برید په څیر په رسمیت پیژني دافغانستان ویشل دوام ولري . خپلواک ناپییلی افغانستان به دامریکې سره په یو تړلي هیواد بدل شي او په دې ډول به د امریکې سره دمخالفو هیوادونو اوګاونډیو هیوادونو حساسیتونه او لاسوهنې زیاتې شي . خو تیرو تجروبو ښودلې ده چې امریکایان به هیڅکله د نورو هیوادونو او ګاونډیانو د تیریو او لاسوهنو په وړاندې د افغانانو ملاتړ ونه کړي .
۴ ـ په افغانستان کې د امریکې د دایمي نظامي اډو په موجودیت کې به په قدرت کې د پردیپالو فاسدو چارواکو ساتلو او اداري او ټولنیزو فسادونو شتون او زیاتوالي دوام وي . دا ځکه چې دغه چارواکي دامریکایانو په واسطه قدرت ته رسیدلي دي او تر اوسه د امریکایانواو نورو بهرنیو ملاتړ کوونکو په مرسته په قدرت کې پاتې دي . همدا چارواکي خپلې ګټې او قدرت دامریکایانو په شتون کې ویني ، نوځکه غالمغال یې جوړ کړی دی چې که امریکایان نه وي ،نو افغانستان به دګاونډیانو په وړاندې په دې کمزورو اوبې وسلو وسله والو پوځونو له ځان څخه په څه ډول دفاع وکړي . دوﺉ په دې سترګې پټوي چې په تیرو دولسو کلونو کې امریکایانو دبهرنیو تیریو او لاسوهنو په وړاندې هیڅکله هم له افغانستان څخه دفاع او ملاتړ نه دی کړی اوپه راتلونکې کې به یې هم و نه کړي . له افغانستان څخه تل دافغانستان زړور ملت دفاع کړیده او له دې وروسته به هم ترې دفاع وکړي ، نه بهرني وسله وال پوځونه .
۵ ـ دامریکایانو او دنړیوال ایتلاف وسله والو پوځونو په موجودیت کې ملي وطنپال شخصیتونه او ځواکونه نه یواځې په سیاسي ډګر کې له فعال سیاست څخه ګوښه کړل شول ، بلکې ډیرشمیر ملي وطنپال شخصیتونه او قومي مشران دبهرنیو هیوادونو استخباراتي شبکو پورې تړلو اجنټانو له خوا په قتل رسیدلي دي او دا قتلونه به دنظامي اډو دشتون په صورت کې دوام ولري .
۶ ـ دولس کلنو تجروبو وښودله چې د امریکایي پوځونو په شتون کې واردې شوې امریکایي دموکراسۍ اوازاد بازار افغانستان ته انارشي ، زور واکي ، اداري او ټولنیزو فسادونو بې کچې لوړوالی ،دملي او شخصي شتمنیو لوټ اوتالان بې عدالتۍ او ظلمونه ، خپلسرۍ او دعامو خلکو بې کچې محرومیتونه ، فقر ، لوږه ، بې کوري او بې کاري له ځان سره راوړي دي . په افغانستان کې د امریکایې نظامي اډو دایمي شتون به افغانانو ته دغه نوموړي سوغاتونه تلپاتې او لاپسې پراخه او وپړسوي .
۷ ـ په تیرو دولسو کلونو کې امریکایانو او نورو بهرنیو هیوادونو دوسله والو ځواکونو په شتون کې امریکې او انډیوالانو یې هڅه کړیده چې دافغانانو په خپله خوښه دیوځواکمن مرکزي دولت دمنځته راتلو مخه ونیسي او پرځای یې نه یواځې یوکمزوری او د دوﺉ لاسپوڅې حکومت دافغانستان پرخلکو وتپي ، بلکې دخپلو لاسپوڅو سیمه ایزې واکدارۍ وهڅوي او په دې ډول د فیدرال ډوله واکمنیو منځته راوړو د پاره کاروکړي . دامریکې دایمي نظامي اډې به د همدې موخې په لور تګ ته دوام ورکوي .
۸ ـ دا چې ځینې کسان د افغان او پښتون نومونه یو له بل څخه بیل نه ګڼي تر ډیرې اندازې سم فکر کوي . داځکه چې پښتون د افغان واحد ملت دملاتیرجوړوي او هویت اوپیژند ګلوي ورکوي . خود امریکایې پوځونو داشغال په موده کې د کرزي لاسپوڅي حکومت دافغاني اصیل هویت د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په غوښتنه دافغانستان بې هویته کولود پاره هلې ځلې کړې دي او په دې موخه یې پښتوژبه د دولتي ادارو ، فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو څخه ویستلې ده . دا خولا څه چې افغانستان یې د پاړسي ژبي هیواد په نوم دایران او تاجکستان سره تړلی او په دې ډول یې دایرانیانو فرهنګي یرغل ته لار پرانیستې ده . د امریکایې دایمي نظامي اډو په شتون کې به دافغانستان د بې هویته کولوهڅې لاهم دوام ومومي .
۹ ـ دامریکې سره د امنیتي تړون په لاسلیک او د دایمي نظامي اډو په ورکولو سره به په افغانستان کې د سولې پرځای د افغانانو ترمنځ جګړې دوام مومي او له امو څخه تر اباسینه پورې به په ټولو پښتون میشتو سیمو کې د « تروریزم » سره د جګړې په پلمه دپښتنو مرګ ژوبله او قومي جینوساید او ځپل ، چې تر اوسه پورې پکې په لسګونو زره بیګناه افغانان د ښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په ګډون له منځه وړل شوي دي ، روان وي .
۱۰ ـ ټول اشغالګرځواکونه خپلې ګټې او پایښت د اشغال لاندې خلکو په بې اتفاقۍ او بیلوالي کې ویني . نو ځکه دامریکې سره دامنیتي تړون په لاسلیک سره به امریکایان د تل د پاره دافغانانو ترمنځ قومي ، ژبني او مذهبي توپیرونو او نفاق ته لمن وهي او دافغانستان دخلکو ملي یووالی به لاپسې د ستونزو او خطر سره مخامخ وي . خپل منځ کې بې اتفاقه افغانان به دا وس نه لري چې دبهرنیو هیوادونو د لاسوهنو او تیریو مخه ونیسي ، ځانونه دنورو له احتیاج او سپکاویو څخه وژغوري او په خپلواک ډول د پرمختګ په لور ګامونه واخلي .
۱۱ ـ د ټولو لاپو او ژمنو سره سره چې افغانستان به د امریکایانو او ناټو نورو هیوادونو په مرسته د پرمختګ لوړو پړاوونو ته رسیږي ، زموږ هیو اد دامریکې او ناټو دوسله والو ځواکونو د دولس کلن اشغال اوشتون څخه وروسته لا اوس هم د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې او فقیر هیواد شمیرل کیږي . کله چې دامریکې او نړۍ نورو هیوادونو له خوا د افغانستان خلکو ته د مرستې په نوم په میلیاردونو ډالر دبهرنیو او کورنیو غلو او لوټمارانو له خوا لوټ او غلاشول ، نو له دې وروسته به « دیوالي » امریکادافغانستان خلکو سره څه مرسته وکړي . د امریکې د ولسمشر مرستیال ، جوبایډن ، لاپخوا په ډاګه کړې وه چې دوﺉ افغانستان ته د دې وران ویجاړ هیواد د ابادولو دپاره نه دي راغلي ، بلکې خپلې موخې لري . دا چې ځیني چارواکي او په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر او استازی ، زلمی خلیلزاد ، وایې چې که د امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي او نظامي اډې ورنه کړل شي ،نو دی ډاریږي چې افغانستان سره به د امریکې امنیتي او اقتصادي مرستې کمې او یا ودرول شي . خو پوښتنه دا ده چې تر اوسه پورې د افغانستان خلکو سره امریکې څه مرسته کړې ده چې هغه به کمه کړي او یابه یې ودروي . دا چې خپلو اجنټانو او دافغانستان دملي شتمنیو په لوټ کې خپلو شریکانو ته رشوت او اجوره ورکوي ، دا که سبا ودروي نو ښه ده چې همدا نن یې ودروي .
۱۲ ـ د امریکې په واسطه جوړې شوې اجیرې اردو څخه ،چې سل کمزورۍ او ناروغتیاوې پکې شتون ولري یوه رښتیانۍ ملي اردو چې په خپلو افغاني امکاناتو جوړه شوې وي زر ځله د افغانستان دخلکو دملي ارزښتونو اوملي ګټو سره سمون لري او کولای شي دخپلو خلکو په مرسته او باور دهر ډول تیریو او لاسوهنو مخه ونیسي ، دخپل هیواد او خپلو ملي نوامیسوڅخه دفاع وکړي .
يواځې دامریکې په واسطه سیاسي قدرت ته رسول شوي او په ناروا لارو شتمن شوي فاسد جګړه ماران خپله بقا د امریکې سره د امنیتي تړون په لاسلیک او امریکایي نظامي اډو شتون کې ویني :
افغانستان ته د امریکایي او ناټو وسله والو ځواکونو په راتګ سره چې د شمالي ټلوالې په اردلیتوب سرته ورسید ، د افغانستان دخلکو غمیزه چې پر افغانستان باندې د شورویانو په یرغل سره پیل شوې وه لاپسې ژوره شوه . هغو وطن پلورونکو چې پر افغانستان باندې دیرغل په وخت کې یې دشوروي اتحاد سروپوځونو په وړاندې اردلیتوب کړی و، یو څو نور وطن پلورونکي له ځان سره یوځای کړل او پر افغانستان باندې دامریکې او ناټووسله والو ځواکونود یرغل په وړاندې یې هم دوطن پلورنې او اردلیتوب دنده سرته ورسوله . یواځې همدې پردیپالو اردلیانو او ورپورې تړلو کسانو دامریکایې پوځونوپه یرغل او دافغانستان په اشغال کې شخصي ګټې وکړې او لوړ رتبه دولتي چارواکي او دبهرنیو استخباراتي شبکو په پیسو ، رشوت ، اختلاس ، دشخصي او دولتي ملکیتونو او ځمکودغصب اونورو نا مشروعو کړنو له لارې میلیونران او میلیاردران شول . خو نور دافغانستان اکثریت خلک دبهرنیو ځواکونو د جګړه ایزو عملیاتو ، بمباریو ، ظلمونو او زور واکانو دزور زیاتیو په واسطه د ډول ډول ستونزو ، غمونو او بدمرغیو سره مخامخ شوي دي . چې په دې ډول دغه یو څو دبهرنیو هیوادونو تالي څټي دامریکې سره دامنیتي تړون په لاسلیک او په افغانستان کې د امریکې دنظامي اډو په شتون ټینګار کوي او د درغلیو او فساد څخه ډکو ټاکنو له لارې غواړي خپلو زورواکیو او دملت لوټ اوتالان ته دوام ورکړي . ددوستم په کورکې دشمالي ټلوالې دمشرانو او خواخوږو دغونډې په پایله کې د ټولټاکنو د پاره د شریک نوماندوړاندې کولو ایتلاف دهمدې موخې لاسته راوړو دپاره هلې ځلې دي .
په اوسنیو شرایطو کې رڼې ، عادلانه او دموکراتیکې ټولټاکنې سرته نه شي رسیدای :
د بهرنیو وسله والو ځواکونو په واسطه سیاسي واک ته رسیدلو فاسدو چارواکو اوناروغ حاکمیت په موجودیت کې ، چې تیرو تجروبو هم ښودلې ده ، بې درغلیو ، رڼې او عادلانه ټولټاکنې سرته نه شي رسیدی . لومړی باید یو روغ دولتي حاکمیت په ټول هیواد کې شتون ولري ، ترڅو دقانون سره سمې ټولټاکنې سرته ورسیږي . د ټاکنو دټولو مرکزونو او نوماندانو او رای ورکوونکو د پاره سوله ایز شرایط شتون ولري . له دې څخه پرته به هم هغه زاړه لوټماران او جګړه ماران چې دخلکو درایو پرځای په زور یاپیسو باندې د ټاکنو څارونکي اخلي او خپل صندوقونه پرې ډکوي بل څه نه وي . ترڅو ټولو افغانانو ته دټاکنو سوله ایز شرایط برابر نه شي ، په بل ډول ټاکنې به ایله دشراوفساد ، جګړو او دافغانستان دمظلومو خلکودغمونو اوکړاوونو دوام وي چې عام ولس ته به یې بې له بربادۍ کومه ګټه نه رسیږي . هرڅومره چې پروپیګنډې وشي چې راتلونکې ټاکنې باید رڼې ، عادلانه او دموکراتیکې وي ، خو د هم هغې فاسدې دستګاه او هم هغو لوټمارانواو زورواکانو د شتون له امله هیڅکله هم نه شي کیدای دا ټاکنې رڼې وي ، عادلانه وي او یا دموکراتیکې .هغه دموکراسي چې امریکایانو افغانستان ته راوړې ده یواځې د زورواکانو ، غاصبینو او پردیپالو اجنټانو په ګټه ده ، نور افغانان ترې ګټه نه شي اخستلای او نه دټولو افغانانو دګټو دپاره راوړل شوې ده .
دامریکې سره دامنیتي تړون دلاسلیک پرځای چې د جګړو د دوام وړاندوینه کوي ، په افغانستان کې دسولې او ثبات د ټینګیدو دپاره کار او هلې ځلې وشي :
ـ په دې توګه چې ټول بهرني وسله وال ځواکونه په ټاکل شوې نیټې په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي او د اوسنۍ دولتي دستګاه او مخالفینو په تایید دملي وطنپالو ،متدینو ، په کارپوه ،ناپییلو او سوله غوښتونکوشخصیتونو دسولې او پخلاینې یوه واکمنه جرګه جوړه شي .
ـ په جګړو کې ښکیلې ټولې خواوې به دافغانانو د تاریخي دود او دستور سره سم دغې جرګې ته بشپړ واک ورکوي او ټولې پریکړې به یې مني .
ـ جرګه به لومړی تر هرڅه د تلپاتې سولې د ټینګیدو په موخه په جګړوکې ښکیلو خواوو ترمنځ اوربند ټینګوي اوجګړې به پای ته رسیږي .
ـ له دې وروسته به جرګه د افغانستان د ستونزې د تلپاتې اواري په موخه په جګړوکې ښکیلو خواوو سره خبرې اترې سرته رسوي او دهغوﺉ دنظر ټکي به معلوموي .
ـ وروسته له دې چې جرګې ته د ټولو خواوو دنظر ټکي او د دې ټکو تر منځ توپیرونه څرګند شول بیابه جرګه د اسلام دمقدس دین د لارښوونو او افغانستان دخلکو دغوره دود او دستور پر بنسټ او دافغانانو دملي ارزښتونو اوګټو سره سم عادلانه پریکړې کوي . دجرګې پریکړې به هرومرو پلې کیږي او هیڅوک به ترې سرغړونه نه کوي .
ـ جرګه به په افغانستان کې د تلپاتې سولې دټینګیدو او افغان ستونزې دتلپاتې اواري دپاره یوځانګړی مکانیزم منځته راوړي او دغه مکانیزم به دټولوښکیلو ډلو له خوامنل کیږي اوپلي کیدل به یې دټول افغان زړور او سوله غوښتونکي ملت ملاتړ له ځان سره لري .
ـ هرڅوک چې دجرګې له پریکړو او مکانیزم څخه سرغړونه کوي ، ټول ملت به یې په وړاندې ودریږي او سرغړونوته به یې نه پریږدي .
ـ په جرګه کې به له اموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو جګړو ځپلو سیمو د افغانانو استازي ، په تیره بیا ملي وطنپال سوله غوښتونکي په جرګو پوه او مجرب دیني عالمان ، روحانیون ، قومي اوسیاسي مشران ګډون کوي او په دې ډول به ټول افغان ملت دجرګې تر شاودریږي .
ـ په افغانستان او سیمې کې دیوې تلپاتې عادلانه سولې د ټینګیدو او پورتني پروګرام دپلي کیدو تر شامحرک ځواکونه .
۱ ـ له امو څخه تر اباسینه پورې ټول جګړو ځپلي او ځوریدلي په خپلې خپلواکۍ مین ولسونه . افغانان نوردبهرنیو ځواکونود بمباریو اوجګړه ایزو عملیاتو، ظلمونو اوسپکاویو او د پردیپالوفاسدو کورنیو غلو ،لوټمارانو ،غاصبینو او ظالمانو څخه تر پوزې رسیدلي دي . دبهرنیو تیري کوونکو او د دوﺉ د اجنټانو ظلمونه ، زور زیاتي ، سپکاوي ، لوټ تالان او ناوړه چلند له یوې خوا او بې کچې محرومیتونه ، لوږه ، فقر ، بیکاري ، بې کوري ټولنیز او اداري فسادونه له بل پلوه ، افغانان دې ناتار او غمیزې څخه دخلاصون په خاطر دعمومي پاڅون تر پولي رسیدلي دي . که یرغلګر او لاسپوڅي فکر کوي چې ګنې افغانان به تل تر تله د دوﺉ د ظلمونو او زور زیاتیو په وړاندې غلي ناست وي ، نو خطا وتلي دي .خوبې نظمه پاڅون او اړودوړ جوړول به لاپسې د زیاتو بربادیو سبب شي . په بې نظمۍ سره نه د ولسونو هیلې ترسره کیدای شي او نه له اوسنۍ غمیزې څخه د ژغورلو لارده . نوځکه دافغانستان ټول ملي وطنپال شخصیتونه او ځواکونه ملي او اسلامي دنده لري چې نور خپلمنځي توپیرونه ، بې تفاوتۍ ، ځان ځانۍ او ځان غوښتنې له منځه یوسي . په شریکوټکو راټول شي ،خپلوولسونو ته ورشي ، له اوسنۍ غمیزې څخه د ژغورلو لار ورسره شریکه کړي او په منظم ډول بې له هر ډول ګډوډیواو خپلسریود دښمنانو توطیې شنډې کړي اوپه غوڅ ډول د سولې او پخلاینې دجرګې له پریکړو څخه ملاتړ وکړي . په دې ډول به افغانان پخپله دخپل هیواد دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دخوندي کولو او ساتلو د پاره راپاڅیږي او بې له هر ډول بهرنیو لاسوهنو څخه به داسې یوملي اسلامي دولتي نظام منځته راوړي چې هیڅ یوپردیپال د پردیو اجنټ ، جګړه مار ، زورواکی ، فاسد ، غاصب اولوټمار پکې ځای ونه لري . دا به یو رښتیانی ملي اسلامي دولت وي چې د نړۍ دټولو سوله غوښتونکو هیوادونو سره به دمتقابل درناوي ، متقابلو ګټو او دیوبل په کورنیو چاروکې دنه لاسوهنو پر بنسټ دوستانه سیاسي ديپلوماتیک اړیکي ټینګوي او هر ډول بې قید او شرطه مرستو ته به ښه راغلاست وایي .
۲ـ دنړۍ سوله غوښتونکي هیوادونه ، سازمانونه اوشخصیتونه . دنړۍ ټول سوله غوښتونکي هیوادونه ،سازمانونه او شخصیتونه چې په افغانستان ، سیمې اونړۍ کې د سولې اوثبات پلویان دی ، په دې باور چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په سولې او ثبات اغیز ښندلی شي ، په افغانستان کې دسولې دټینګیدو ملاتړ کوي . هغه ګاونډي او د سیمې هیوادونه چې په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتۍ نه په اندیښنه کې دي چې ددوﺉهیوادونو ته هم ونه غزیږي باید په افغانستان کې د سولې اوپخلاینې د جرګې له پریکړو څخه ملاتړ وکړي او دهغو عواملو په لمنځه وړو کې چې په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتۍ سبب شوي دي دافغانانو سره مرسته وکړي . ګاونډي هیوادونو ، په تیره بیا پاکستان اوایران چې هر څومره په افغانستان کې لاسوهنې وکړې ،یواځې یې دبیګناه افغانانو مرګ ژوبله زیاته کړه او د افغانانو سره په دښمنۍکې یې د خپلو خلکو سوله ایز ژوند په خطر کې اچولي دی او اچوي یې . دپاکستاني چارواکو دا خوبونه چې له افغانستان څخه د بیلوشوو او غصب شوو برخو اشغال ته به دوام ورکوي او دافغانستان په جګړو او بې ثباتۍ کې به خپلې موخې لاسته راوړي په واقعیت کې د افغانانو سره دښه ګاونډیتوب په لار کې کوهی کیندل دي چې پخپله به هرومرو پکې رالویږي . ایران هم باید په دې باور ولري چې افغانان خپل دوستان او دښمنان پیژني او په دې هم پوهیږي چې یواځې د دوﺉ « بیلوالي » دبهرنیو او کورنیو دښمنانو توطیې چاغې کړې دي او « یووالی » به یې د ټولو دښمنانو هرډول توطیې شنډوي او خپلواک ،سرلوړی ،ستر او ځواکمن افغانستان ،چې هیڅوک پکې لاس وهنو او پرې تیریو ته زړه ښه نه کړي ، په پښوودروي .
ومن الله التوفیق
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۳ کال دسپتمبر ۱۳