طالبان په بدخشان كي ملي اردو، پوليسو او اربكيانو ته پراخه مرګ ژوبلي ادعا کوي

د لراوبر اداره | سپتمبر 20th, 2013


د کورنیو چارو وزارت نړیوال خبري اژانسونو ته ویلي دي چي افغان پوليس د بدخشان د يوه كلي د تصفيوي عملياتو وروسته خپلو مركزونو ته پر لاره وه چي طالبانو بريد وكئ چي په نتيجه كي يي اتلس سرتيري ووژل سوه خو برید کي اتلس افغان سرتیري وژل سویدي خو طالبان بيا ادعا كوي چي پر عسكرو پوليسو او اربكيانو يي د بريد په نتيجه کې ۶۰ تنه عسکر قتل ۷۰ ټپيان او۱۴ اسيران شوي دي او سل ميله وسله ددوی لاسته ورغلې ده.
ذبیح الله مجاهد وايي دبدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په باشند سيمه کې وروسته له هغه چې تيره ورځ درنه نښته وشوه طالبانو تعقيبي علمیاتو ته دوام ورکړ.نوموړی وايي په دغو عملياتو کې ددښمن ( ۱۳۰۰ ) عسکر ، پوليس او اربکیان دمجاهدينو تر محاصرې لاندې وو چې پرون پرې تعرضي بريد وشو ، چي د جګړې په نتيجه کي ۶۰ تنه عسکر وژل شوي او ۷۰ تنه ټپيان دي چې په وژل شوو کې د ۵۰ تنو اجساد پرون دسيمې دسپين ږيرو په وسیله دولت ته وسپارل شول او د ۱۰ تنو نورو جسدونه چې په اوبو کې غورځيدلي وو هم دمجاهدينو لخوا راښکل شوي دي خو لا سپارل شوي نه دي.
۱۴ عسکر ژوندي ونيول شول اوله ۱۰۰ ميله زياته سپکه او درنه وسله او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
بله خوا د کورنیو چارو وزارت د طالبانو ادعا رد کړېده او وايي چي په سيمه کي يې طالبان ځپلي او پر وړاندي تصفیوي عملیات ادامه لري.
طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې د کورنيو چارو وزارت لخوا دټولې ولسوالۍ د نيولو اوپه اصطلاح تفصيه کولو خبره رد کړېده.

Copyright Larawbar 2007-2024