په جومات او امام باړه باندې د لاسي بمي بريدونو ډېرى كسانو ته مرګ ژوبله واړوله
حبيب تاثير - کوټه
په جومات او امام باړه باندې د لاسي بمي بريدونو ډېرى كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
نن پنج شنبه د جولايي د مياشتې په نولسمه نېټه د پاكستان په تجارتي ښار كراچۍ كې ناڅرګنده كسانو د شيعه مسلمانانو په عبادتګاه امام باړه باندې د لاسي بمونو بريد كړى دى چې وايي اته تنو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي پوليس خبر وركوي چې دغه بريد د پاكستان په وخت د شپې په يوولس بجې ترسره شوى دى، دوى زياتوي ياد بريد د كراچۍ كې د لانډي په مجيد كالونۍ كې ترسره شوى دى چې په كې درې تنه وژل او پنځه نور ټپيان دي.
دا په داسي حال كې ده چې په عيني وخت كې د پېښور په اچيني بالا سيمه كې د پيرانو په جومات باندې د لاسي بمونو بريد شوى دى چې تر شلو زياتو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. چې وايي څلور تنه يې وژلي او پاته اوولس تنه يې سخت ژوبل دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بل كېږي.