کور / اسلامي / د مور او پلار سره ښه سلوک ١٥ م ورځنى حديث

د مور او پلار سره ښه سلوک ١٥ م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د مور او پلار سره ښه سلوک کول)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : پنځلسمه برخه پرله پسې لړۍ

نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
زه جنت ته داخل سوم نو هلته ما د قران کريم د لوستونکي اواز واوريد ما و پوښتل چي دا څوک دئ؟ چي قران شريف لولي ؟
ملايکو وويل : دا حارثه (رض) دئ .
د دې په اورېدو سره اصحابو ته دا پوښتنه پيدا سوه چي حارثه ته دا درجه څنګه نصيب سوه !
حضور( ص) ددې سبب بيانولو سره وفرمايل : دا ثواب و ده ته د هغو نېکيو په بدل کي ورکول سو کوم چي ده به د مور او پلار سره کولې او حارثه بن نعمات د مور سره ډير ښه سلوک کوونکى وو
(شرح السنه ، بهقي)(مشکات ٤٧٠٩)