لغمان: د ٩٠مليونه افغانيو په لګښت ٢پروژي پيل شوې
د نږدې ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه بیلا بیلو ټولګټو پروژو د جوړېدو چارې نن د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي او د ولایتي ادارو د یو شمیر چارواکیو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
یوه پروژه چې ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي په مهترلام ښار کې د لومړي ځل لپاره یو ځمکتلی مارکیټ دی چې ټولیز مساحت یې ۱۸۰۰ متر مربع دی او ۷۲ دکانونه به ولري چې د یو سوداګر په شخصي پانګونه د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي چې په جوړېدو سره به یې د ډېری سوداګرو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
دوهمه پروژه د نیږدې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې د نوي دوه سړکه سړک د جوړېدو ده چې دا د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.
دغه دوه سړکه سړک ۱۶۰۰ متره اوږدوالی، ۱۳ متره پراخوالی او دواړو خواوو ته د ۳ مترو په اندازه شولډرې لري چې د شهید محمد رحیم له چوک پیلیږي او د الیشنګ تر نوې هډې پورې رسي چې په جوړېدو سره به یې د ګڼې ګوڼې شته ستونزې هوارې شي.