په ختيځو سيمو کي يو بهرنی پوځي مړ سوی دی

د لراوبر اداره | سپتمبر 19th, 2013


د ناټو مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي یو بهرنی پوځي نن ۱۹ سپټمبر د خپلو زخمونو له امله سا ورکړیده.
په اعلاميه ویل سوي چي دا پوځي په جګړه کي نه و زخمي سوی خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو مطبوعاتي کسان هره ورځ د لسګونو بریدونو خبر ورکوي خو نن يې تر اوسه دداسي پېښي خبر نه دی خپور کړی چي کوم بهرنی دي پکښي ژوبل سوی وي.

Copyright Larawbar 2007-2024