د رسول الله ص د دعا ځاى پر ځاى قبلېدل ٢٥ م ورځنى حديث
عطاالله محمدي
موضوع : ورځنى حديث (د رسول الله ص د دعا ژر قبلېدل)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : پنځه ويشتمه برخه پر له پسې لړۍ
یو صحرايي د جمعې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حاضر سو او وې ویل:
(د قحطۍ څخه) حیوانات هلاک سول، اهل و عیال او ټول خلګ مړه کېږي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لاسونه د دعا له پاره پورته کړل او خلګو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لاسونه پورته کړل (په ګډه ئې دعا وکړه او دعا سمدستي قبوله سوه).
رواه البخاري