د ناټو وتنه له افغانستان څخه
دغربیانو تحلیل د ناټو د قواو د وتلو په برخه کی لږ څه سرسری را معلومیږی ، څو خبری باید په دغه تحلیل کی سوی وای چی نه دی سوی : د امریکایی قواو له وتلو سره سم طالبان خپل مشروعیت په مطلق ډول له لاسه ور کوی .
دا به ددې باعث سی چی هغه ډیر لږ اولسی حمایت چی له دوی سره ورسره دی هغه هم له منځه ځی او دوی به ځکه چی یو متجانس حرکت نه دی او له مختلفو ډلو ټپلو څخه جوړ سوی دی په خپل منځی جګړو اخته کړی . بل دا چی د ناټو د عسکرو وتنه له افغانستانه د افغانی عسکرو مورال لوړوی او ددې سره ددوی جنګی قوت زیاتیږی .
د افغانانانو بیره له داخلی جنګ او مهاجرت څخه به ددې باعث سی چی افغانان به متحد او اولس په کل کی به د حکومت شا ته ودریږی . بله ډیره مهمه خبره داده چی د ناټو د قواو له وتلو سره سم به اتوماته توګه د افغانستان معضله د روسیې ، هند او ایران پرابلم سی که د دوی زړه غواړی او که نه ! د افغانانو سره د نظامی او مالی همکاری خلا منځ ته نه راځی .