کور / اسلامي / د دوعا سمدستي قبلېدل…..٤١م ورځنى حديث

د دوعا سمدستي قبلېدل…..٤١م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د دوعا سمدستي قبلېدل)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٤١م برخه پر له پسې لړۍ

يو صحرايي د جمعې په ورځ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته حاضر سو او وې ( وه ئې ) ويل:

(د قحطۍ څخه) حيوانات هلاک سول، اهل وعيال او ټول خلګ مړه کېږي. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم لاسونه د دوعا( دعا) له پاره پورته کړل او خلګو هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره لاسونه پورته کړل (په ګډه ئې دوعا وکړه او دوعا سمدستي قبوله سوه).
رواه البخاري