کور / ترخې خبري / درایو دکارتونو خرڅلاؤ

درایو دکارتونو خرڅلاؤ

کله چه مي درسنیو دلاري واوریدل چه درايو ورکولو کارتونو دخرڅلاو سلسله راشروع سویده نو ډیر خفه سوم اوډیر راته عجبه ښکاره سوه ،ځکه تراوسه مي نه وه اوریدلي چه په یوه ملک کي دي داسي کسان پیدا سي چه درايو کارتونه په پیسوخرڅ کړي ،هو داسي خوپه وارو وارو پیښ سوي وه چه کاندیدان میلمستیاوی جوړي کړي او خلکو ته ډوډي ورکړي اوبیا غوښتنه ځني وکړی چه دټاکنو پروخت ماته رایه راکړي ،یعني په پرده کي معامله ترسره کیدله اواوس خبره میدان ته راووته اودکارتونو دخرڅولو سم کاروبار رامنځ ته سو . که چیری داموضوع څه سره وڅیړو اوددي عوامل پیداکړو چه ولي دکارتونو خرڅلاو رامنځ ته سو ؟ نولومړی به داووایو چه دا انګیزه څه دول راپیدا سوه اوچا راپیدا کړه ؟ خبره ترلمر هم روښانه ده کاندیدانو دا انګیزه راپیدا کړیده ، ددي لپاره چه په لومړي ګام کي دسلو زروکسانو کارتونو ثبت باید ولري اوبیا رایی ترلاسه کړي نو همدا کاندیدانو دکارتونو په رانیولو پیل وکړ ،اوپه کراره کراره ددي کارتونو لپاره رانیونکي اوپلورنکي رامنځ ته سوه ، اوددي نوی کاروبار خبر هم په میديا کي راغی . که وګورو نو دپوهاوي کچه هم ډیره ټیټه ده دعوامو پوهاوي درايو دکارتونو داهمیت ،ساتني اوپرځای استعمال په هکله ډیره کمه ده ، اوپه دی هکله نور کارته هم اړتیا سته . بل عمده فکتور دادی چه د۲۰۰۱ کال راهیسي دریاست جمهوري ،ولایتي شورا اوپارلمان لپاره دوه ځله ټاکني ترسره سوی خو متاسفانه ډیري درغلی په ټولو ټاکنو کي ترسره سوي اورایه ورکونکي دخپلو مؤکلینو څخه ډیر مایوسه اوبي علاقي هم دي ، دپارلمان دوکیلانو کړني ټول ملت ولیدلي قاچاق ،سړي تښتونه ، فساد اداري ، دموقف څخه سؤاستفاده داټول هغه کارونه دي چه عملا ترسره سویدی . خوداباید ووایم چه ښه وکیل صاحبان هم پکښي سته خو کیدای سي چه شمیر یی کم وی . تاسو وګوری چه اکثره دپارلمان چوکۍ خالي وي ،اووکیل صاحبان عادي غونډو ته نه راځي ، اومعاش اخلي ایا دادملت پیسي نه دي ؟ چه غیر حاضر وکیل پوره معاش اخلي ، ډیر لږ وکیلان به وی چه خپلو ولایاتو اوولسوالیو ته تللي وی اودمؤکلینو ستونزي یی اوریدلي وي ، په پارلمان کي بدمعاشي اوتن په تن جګړي موهم ولیدلي ، دحکومت د بي غوریو اوناکردو څخه ټول ولس پوره خبردی چه ډیر مهم او عمده یی فساد اداری اورشوت دی چه دومره وسعت یی پیداکړی دی چه اوس ددي ناتوانه حکومت دکنترول څخه بهر دی ،خبره راڅخه اوږده سوه خوداباید ووایم چه دا ټول عوامل دی چه حتی درایو کارت نن دومره بي اهمیته سو چه په څو روپو خرڅیږي اوجالبه داده چه خرڅونکی وایی چه داکوم غلط کار نه دی بلکه دی درانیونکي اوخرڅونکي سره مرسته کوي اوپه بی بی سي رادیو او دامریکا ږغ رادیو کي مصاحبه کوی اونوموړي رادیوګاني نوموړی خبر په پوزختد اوریش خند سره نشروی ،حال داچه زموږ چارواکي او دټاکنو خپلواک کمیسیون په خبر نه دی اوکه خبر هم وی نو دنړیوالو رادیوګانو به ذریعه خبر سوی دي اوبیا ددی کارمخنیوی هم نه کوي ، سړی کولای چه داینده انتخاباتو تصور وکړی چه څه ډول به وی .