په بلوچستان كې بمې چاودنې تر شلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
حبيب تاثير - کوټه
په بلوچستان ايالت كې بمي چاودنې تر شلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي نن د دوشنبې په ورځ د اكتوبر د مياشتې په يوويشتمه نېټه د د ورځې په شروع كې د دغه ايالت په نصير اباد سيمه كې د اورګاډي په ليكه كې دغه چاودنه په داسي حال كې رامنځ ته شوې ده چې له كوټي څخه راولپنډۍ ته تلونكى اورګاډى د پېښې ځاى ته ورسېده.
د سيمې د پوليسو په حواله چې وايي په پېښه كې تراوسه پوري دوه تنه وژل او شل تنه نور ټپيان دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي، پوليسو زياتوي چې چاودنه د ريموټ كنټرول ډيواس په وسيله رامنځ ته شوې ده او دا چې د پېښې له امله په دغه لاره باندې د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوى دى
ياده دي وي چې تر دې وړاندې هم د بلوچستان ايالت په بېلابېلو سيمو كې په اورګاډو او د اورګاډو په پټليو كې د چاودنو له امله ډېرى كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ځيني وخت يې د بلوڅو وسله والو ډلو د ترسره كولو پړه پر غاړه اخيستې ده، خو دا چې تراوسه پوري چا د دغې نننۍ پېښې پړه منلې نه ده.