میدان وردګ پراخ لاریون ترسره شو
جاويد احمد تنوير
د میدان وردګو ولایت لسګونو اوسیدونکو د اسلام ضد کړنو پر ضد سوله ییز لاریون ترسره کړ.
دغه لاریون چې نن ( چهارشنبه) د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت د اوسیدونکو له لورې ترسره شو،له امله یې د شاوخوا یو ساعت لپاره د کابل ـ کندهار لویه لاره تړل شوې وه .
دغه سوله ییز لاریون کوونکو د الله اکبر په نارو ورکولو سره ټول هغه ځانمرګي او اسلام ضد عملونه په کلکو ټکو سره وغندل،چې پر اسلامي مقدساتو ترسره کیږي او له امله یې دغه سپیڅلې مقدسات ترپښو لاندې کیږي .
لاریون کوونکو چې د یوه ساعت لپاره یې د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه،د نیکمرغه لوی اختر،چې د مسلمانانو د خوښۍ ځانګړې ورځ ده،د لوګر د والي ارسلا جمال ته،چې دالله تعاله په مبارک کتاب قران کریم کې ورته چاودیدونکي توکې ځای پرځای کړې وو او هغه یې شهید کړ،هم په کلکو ټکو سره وغندله .
د دغه لاریون په پای کې د دغه ولایت د علماوو شورا پرېکړه لیک هم ولوستل شو،چې په کې د جګړو او وینو تویولو د پای ته رسیدوو،د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو له لارې په هېواد کې د امنیت راوستلو،د ځانمرګو بریدونو او چاودنو غندل او د اسلام تر نامه لاندې اسلامي مقدساتو ته د مخالفینو لخوا بې احترامي کول په کلکو ټکو کې غندنه شوې وه .
په دغه پرېکړه لیک کې له ولسونو هم غوښتل شوې وو،چې په راتلوونکو ولسمشریزو او ولایتي شورا ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایې ورکونې کارتونه واخلي