طالبانو خان سید نوی مشر ټاکلی دی

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 2nd, 2013


د پاکستان د طالبانو تحریک د حکیم الله مسعود له وژنې وروسته خان سید د طالبانو نوی مشر ټاکلی دی.په وزیرستان کې طالبانو ویلي ، دطالبانو د شورا یوه غونډه وشوه. په دې غونډه کې پاکستان د طالبانو د تحریک د وزیرستان، اورکزو، ټانک او بنو مشرانو چې زیاتره مسعود (محسود، مسید) قوماندانان ول، ګډون وکړ.، په غونډه کې له شریکو ۶۰مشرانو ۴۶پر دې سره سلا شول چې خان سید به د طالبانو د تحریک نوی مشر وي.تر اوسه د طالبانو ویاند په رسمي ډول د خان سید مشرۍ تاييد نه دی کړی. خان سید د سنجنا یا سجنا او د خالد په نومونو هم مشهور دی.خان سید سجنا ۳۶کالن دی او د جنوبي وزیرستان د مسودو شوبي خېل دی. د دهپلرنی کلی په جنوبي وزیرستان کې دوه توی نومېږي او د پلار نوم یې شبي خېل دی.

Copyright Larawbar 2007-2024