کور / تازه خبرونه / په ژړۍ ولسوالي کي چاڼيز عمليات پيل سول

په ژړۍ ولسوالي کي چاڼيز عمليات پيل سول

دکندهارولایت مقام په رالېږل سوي خبرپاڼه کښي ویل سوي دي چي د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د ګډو افغان ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات پيل سول.
ویل کیږي چي ياد چاڼيز عمليات نن سهار دملي اردو ،ملي پوليسو او محلي پوليسو په ګډه ددې ولسوالۍ په ټانګي کلي کي پيل سول .
دخبرپاڼي په حواله ديادو تصفيوې عملياتو موخه ياده سيمه له هغو وسلوالو مخالفينو څخه پاکول دې،چي تر دي دمه پوري په سيمه کي خپل فعاليت کوي او وخت ناوخته پر امنيتي پوستو باندي بريدونه کوي .
دکندهار ولایت مقارم وايي چي په دې وروستيو کي وسله وال مخالفين ډېر ضعيف سوي دي او دامنيتي ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان نه لري او دسړک دغاړي ماينونو په واسطه عام خلګ خپل ښکار ګرځوي خو وسله واله طالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.