ارزګان دزده کونکو دتشویق په موخه دیوي ورځي ښارول پروګرام ترسره شو

جاويد احمد تنوير | نوومبر 2nd, 2013


د ورځی ښاروال
نن د ترین کوټ په ښار کښی د ښاروالۍ او پوهنی ریاست په ګډه همکاری د لیسو د شاګردانو تر مینځ یوه آزاده سیالۍ د ورځی د ښاروال د ټاکلو لپاره ترسره شوه دغه پروګرام د همدی ولایت د ښاروالۍ په نوی ودانۍ کښی د یوه غونډی په ترڅ کی پیل شو د ترین کوټ د نن ورځی ښاروال د سیدال خان لیسی د دولسم ټولګی فعال زده کوونکی ذبیح الله مشال وټاکل سو.
دا سیالۍ چی د لیسو د دولسم او یولسم ټولګی شاګردانو تر مینځ د ترین کوټ ښاروالۍ په مرسته د یوی اونۍ لپاره په لاره اچول شوی وی چی په ترڅ کی یی یو زیات شمیر زده کوونکو څخه ددوی نظرونه او مقالی راټولی شوی وی ازموینه واخستل شول
چی وروسته د یو جرګګی له لوری د برخه والو په وړاندی ددوی د ښه نظریاتو اووړاندیزونو په نظر کی نیولو سره ټاکلی جرګګی زبیح الله مشال د نن ورځی د ترین کوټ د ښاروال په توګه وټاکی.
یاده دی وی چی په غونډه کښی په زده کوونکو باندی کتابچی او قلمان او د ورځی ښاروال ته ځانګړی تحفه د ښاروالی لخوا ورکول سول او همدا ډول د غونډی په پای کښی ذبیح الله مشال د ښاروال په چوکی رسمی کښینول شو او ورسره یی لمړی پیغام د راډیو له لاری نشر شو.

Copyright Larawbar 2007-2024