زابل دبودجي غونډه وشوه

جاويد احمد تنوير | نوومبر 6th, 2013


په زابل کی دراروان ۱۳۹۳ کال دبودجي دجوړلوپه موخه غونډه وشوه ، دغه غونډه چی په مرکزقلات کی جوړه شوي وه پکی ددی ولایت لسګونو کسانو ګډون کړي وه په غونډه کی دخلکونظرونه پدی موخه را واخستل شول ترڅو په راتلونکی کال کی ښاروالي په خپل پلان کی دخلکو په غوښتنه پروژی پلی کړی ، دښاروالي مرستیال عابد پوپل وایی هڅه کوی ترڅو دخلکو دغوښتونو پراساس په خپل پلان کی پروژی شاملي کړی ، نوموړي زیاتوی چی دخلکو غوښني یی راغونډي کړی او هڅه کوی چی په راروان کال کی په خپل یو کلن پلان کی دخلکو غوښتونکي پروژو ته لمړي توب ورکړي ، نوموړي زیاتوی چی دقلات ښاروالي هڅه کوي ترڅو دښاریاتو لپاره خپل خدمات وړاندی کړی

Copyright Larawbar 2007-2024