کور / اسلامي / کله چي تاسو…٦١م ورځنى حديث

کله چي تاسو…٦١م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د شيطان غوټي ….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٢ مه برخه پر له پسې لړۍ

د حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دئ چي رسول الله (ص) فرمايلي :
د شپې چي کله تاسي بيدېږى ،شيطان ستاسو غاړو ته درې غوټي درکوي او وايي : شپه اوږده ده خوب کوه . که چا د ( هغه خبري ته غوږ و نه نيوى) له خوبه راکښېنستى د الله ياد ئې وکړ ، د شيطان له غوټو څخه به يوه غوټه خلاصه سي ، او که اودس وکړي دوهمه غوټه به خلاصه سي او که لمونځ وکړي درېيمه غوټه به خلاصه سي . په دې حالت کي به پر هغه سبا کيدل په خوشحالۍ او تازګۍ (پيل) سي، او که داسي و نه کړي د خوب څخه به ټمبل او پرېشانه راکښېني .

(بخاري:1142)