لوي پاسوال جمال عبدالناصر دهیلمند څخه لیدنه وکړه
جاويد احمد تنوير
په هلمندکي دشپږم سرحدي زون ځواکونه دامنیت په خونديتوب کي مهم رول لري .
د کورنیو چارو وزارت د محافظت عامې معین لوی پاسوال جمال عبدالناصر د هلمند له امنیتي اوضاع څخه د نږدې لیدنه وکړه .
نوموړي په دې لیدنه کې دنورو امنیتي ارګانونو ترڅنګ دسرحدي ځواکونو څخه هم له نیږدې لیدنه وکړه .
هغه په دغه کتنه کي دسرحدي پولیسوزیاته ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي دامنیت په خوندي کولوکي سرحدي پولیس په هلمندکي زیات هم رول لري او ترسره کړې یې دی .
دده په خبره د ۶ سرحدي زون پوله ساتونکي پولیس دی چې په ډیرو سختو وختونوکي د هلمند او نیمروز له سرحدي کرښي په کلکه ساتنه کړې ده .
هغه وویل په هلمند کې ډیري جګړې سوي چې اوس يې امنیتي اوضاع تر نورو وختونو زیاته ښه سوې ده .
ښاغلي جمال عبدالناصر د شپږم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمود ته د هغه د ترفیع په خاطر د ویاړ ډګه چپنه پر اوږو ورکړه .
له ده سره د نظم عامي عمومي قوماندان زمری پیکان ، د دفاع وزارت د ستر درستیز نمایند برید جنرال عبدالقادر او د نشي توکو پر وړاندي د مبارزې عمومي رئيس تورن جنرال خلیل بختیار ملګري وه