میدان ورک دتیلو لیږدونکي پنځه غله نیول شوی
جاويد احمد تنوير
په جلریز ولسوالۍ کې د سپریم کمپنۍ د اته پنځوس زره لیترو د تیلو د خرڅلاو په تور پنځه تنه ونیول شول .
په میدان وردګو ولایت کې هغه پنځه کسان چې د عزیز په نوم د یو کس د موټر په وسیله یې د سپریم کمپنۍ تیل له فراه ولایت څخه کابل ولایت ته لیږدول،چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان یاد موټر لادرکه شو.
د دغه ولایت والي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه موضوع په خبرېدو سره امنیتي او کشفي ارګانونو ته لارښوونه وکړه،چې یاد موټر باید ژر تر ژره پیدا شي،چې په ترڅ کې معلومه شوه،چې د یاد موټر تیل چې اته پنځوس زره لیتره دي،د جلریز ولسوالۍ د زیولاتو په سیمه کې د قیوم په نوم د تیلو پمپ پر مالک د درې سیمه ییزو پولیسو (نصیراحمد،منیر،خان محمد) او دوه نورو رحیم الله او شیرزمان له لورې پلورل شوي دي.
یاد پنخه کسان چې له سیمې په تېښته بریالي شوي وو،خو د میدان وردګو د والي عبدالمجید خوږیاڼي په لارښوونه دامنیتي ځواکونو د پرلپسې تعقیب په ترڅ کې د کابل ولایت د لومړۍ حوزې په ابن سینا روغتون کې ونیول شول.
یاد نیول شوي کسان چې پخپلو جرمونو اعتراف کړی،اوس مهال د پلچرخي به بند خونه کې بندیان دي.
د میدان وردګو والي وایي هڅه به وکړي،چې د فساد پر ضد دغه مبارزه چې له تېر یو کال راهیسې په دغه ولایت کې پیل کړې،بریالۍ پرمخ یوسي .
ده همدا راز د امنیتي ارګانونو څخه هم مننه وکړه،چې د فساد پر ضد په روانه مبارزه کې له ده سره بشپړ همکارې وکړه