میدان وردګ د دارالعلوم معتمد د دوه میلیونو افغانیو اختلاس په تور ونیول شو

جاويد احمد تنوير | نوومبر 10th, 2013


په سیداباد ولسوالۍ کې د دارالعلوم معتمد د دوه میلیونو افغانیو اختلاس په تور له دوه نورو ملګرو سره یو ځای ونیول شو.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد د دارالعلوم معتمد قاري عبدالهادي د دوه میلیونه او سل زره افغانيو د اختلاس په تور تېره ورځ د دغه ولایت د مستوفیت د معلوماتو پر بنسټ د ملي امنیت د مؤظفینو له لورې لاس په لاس ونیول شو .
نوموړي تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په مستوفیت کې د دغه ادارې د دوه کارکوونکو سره یو ځای په داسې حال کې ونیول شو،چې په جعلي اسنادو د یو میلیون او اته سوه زره افغانیو له ویستلو وروسته یې یو ځل بیا په جعلي اسنادو د درې سوه زرو نورو افغانیو د ویستلو هڅه کوله .
د شیخ اباد د دارالعلوم یاد معتمد پخپلو جرمونو اعتراف کړی،خو د مستوفیت دوه کارکوونکي هر یو حبل الله او زبیر تر څېړنې لاندي دي .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼی وایي: له تېر یو کال راهیسې د دغه ولایت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د فساد د رېښو پيدا کولو په موخه کار کړی، نوموړی وایی اوس مهال د خپلو هلو ځلو پایلو ته رسیدلې یو.
ده زیاته کړه د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې نهه تنه د سپریم کمپنۍ د تېلو د خرڅلاو او دا دې یو بل معتمد د دوه نورو ملګرو سره یوځای د دوه میلیونه او سل زره افغانیو د اختلاس په تور ونیول شول او دا لړۍ به نور هم دوام وکړي

Copyright Larawbar 2007-2024