کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالي ٨٠٠٠٠ کورونو ته د ثبت ځانګړي شمېرې ورکوي

کندهار ښاروالي ٨٠٠٠٠ کورونو ته د ثبت ځانګړي شمېرې ورکوي

په دې وروستيو کي د کندهار ښاروالۍ له خوا ١٠٠٠٠ کورونو ته د ثبت ځانګړي شمېرې ورکول سوې خو د ښاروالۍ مسوولين وايي دوی به د دې لړۍ په ترڅ کي ٧٠٠٠٠ کورونو ته نوري هم د ثبت ځانګړي شمېرې ورکړي.
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر نن غرمه مهال د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په دفتر کي خبريالانو ته د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي دوی به په نږدې څو ورځو کي د کندهار په بېلابېلو سيمو کي ٧٠٠٠٠ کورونو ته د ثبت ځانګړې شمېرې ورکړي.
دکندهار ښاروال وايي که څه هم له يوې خوا د کورونو لپاره ادرسونه او د هغوی له پاره د نمبرونو توزيع ته د خلکو لخوا تود هر کلی ويل سوی او خلک د دغي پروسې په عملي کېدو خوښ دي خوله بلي خوا بيا تېره شپه له ځینو کورونو څخه په قصدي ډول شمېرې ليري سوي دي.
ښاغلي عمر دغه راز خبريالانو ته وويل، لومړی له دروازو څخه د ښاروالۍ له خوا ورکړل سوې شمېرې په قصدي ډول ليري سوي او وروسته ځيني کسان تهديد سوي هم دي.
په ياده خبري غونډه کي کندهار ښاروال د خبريالانو د پوښتنو په ترڅ کي د وروستيو اورښتونو په تړاو وويل، د راتلونکو اورښتونو لپاره پوره چمتوالی لري، د ښار ټول کانالونه او چرياني پاکي سوي او د تېرو کلونو په پرتله زياتي ستونزي حل سوي دي.
کندهار ښاروال په ښار کي د توکو د بيو او ازاد بازار په اړه هم يادونه وکړه، نوموړي وويل اوسمهال په کندهار کي د توکو د بيو په وړاندي ازاد بازار سته، خو پر ځينو ښاريانو يې نيوکه وکړه چي د ازاد بازار څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د توکو بيه لوړوي، ښاروال دغه کړه له اخلاقي پلوه ناسم کار وبلل.