کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي يو طالب قوماندان ونيول سو

په پنجوايي کي يو طالب قوماندان ونيول سو

دکندهار په پنجوايي کي د ملي امنيت د خاصو ځواکونو له خوا يو طالب قوماندان ونيول سو.
دکندهار ولایت مقام خبرپاڼه وايي چي د وسله والو طالبانو ياد قوماندان په لومړنيو تحقيقاتو کي پر خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی او ځان ئې دوسله طالبانو د دوولس کسيزي ډلي مشر او قوماندان معرفي کړی دئ خو په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي. خبرپاڼه وايي چي د کندهار په ميوند کي د امنيتي ځواکونو له خوا دوه ماينونه چي د يادې ولسوالۍ په بازار کي د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي ول، کشف او له منځه وړل سوي دي