د فوډ زون پروګرام د پلي کېدو غوښتنه وسوه
عطاالله محمدي
د ډنډ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو له کندهار ولايتي ادارې وغوښتل چي د فوډ زون پروګرام دي په ډنډ ولسوالۍ کي هم پلي سي تر څو د ډنډ ولسوالۍ زراعت وده وکړي.
د ډنډ ولسوالۍ ولسوال او د دغه ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو نن د غرمې وروسته د کندهار والي تر څنګ د مرستيال والي، د ولايتي شورا غړو او د زراعت د رئيس سره د نژدې وکتل .
د ډنډ ولسوالۍ قومي مشرانو په ننۍ غونډه کي د کندهار والي څخه غوښتنه وکړه، چي په دغه ولسوالي کي دي د فوډ زون پروګرام پلی سي تر څو دوی وکولای سي په دغه ولسوالي کي زراعت ته وده ورکړي او د زراعت په برخه کي خپلي ستونزي حل کړي.
کندهار والي وويل چي د فوډ زون پروګرام به د کندهار د یو شمېر نورو ولسوالیو تر څنګ په ډنډ ولسوالي کي هم عملي کړي .