په پنجوايي کي عملياتو پر مهال ۹ تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي

جان محمد مهربان | نوومبر 12th, 2013


دکندهار درسنیو او مطبوعاتو دفتر وايي چي د پنجوايي د زنګاباد د لکڼي په سيمه کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو د يو لړ خاصو عملياتو پر مهال۹ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي دي.
دغه عمليات چي پرون تر ناوخته ئې ادامه پيدا کړه د ملي اردو اوسيمه ييزو پوليسو له خوا د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغو طالب جنګياليو د لټون په موخه پيل سوي ول، چي غوښتل ئې په سيمه کي ورانکار فعاليتونه تر سره کړي او امنيت ګډ وډ کړي.
په يادو عملياتو کي د ۹ تنو وسلوالو طالبانو د وژلو تر څنګ د وسله والو مخالفينو ۴کلاشينکوفه، يوه مخابره، او ۴ موټر سايکلونه هم د افغان ملي امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دکندهار دچارواکو په وینا په عملياتو کي امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتی خو وايي چي د وسله والو مخالفينو د ورانکارو پلانونو د شنډولو په موخه به دغه عمليات څلور ورځي نور هم دوام وکړي. وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024