کور / تازه خبرونه / کندهار ولایت مقام: پردوه وسله والوخپل ماين وچاودېدئ

کندهار ولایت مقام: پردوه وسله والوخپل ماين وچاودېدئ

دکندهار ولایت مقام درسنیو دفتر په خپله خبرپاڼه کښي لیکلي دي:
پرون سهار مهال د کندهارد ميوند د مندوزو په سيمه کي دوه وسله وال طالبان د خپل ماين ښکار سول. دغو وسله والو طالبان چي غوښتل ئې د يادي ولسوالۍ د مندزو په سيمه کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو او يا هم د نورو بې ګنا افغانانو خوږ ژوند د ښخ سوي ماين په واسطه له منځه يوسي خو پر دوی دواړو خپل ماين وچاودېد او ياد دوه تنه وسلوال طالبان په کښي ووژل سول.
بل خوا په شاوليکوټ ولسوالۍ کي هم ملي پوليسو د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو ۲۷ مختلف النوع ماينونه کشف او خنثی کړي دي.دغه راز تېره ورځ ملي پوليسو درې هغه ماينونه هم کشف کړي دي چي وسلوالو مخالفينو غوښتل په ورانکارو فعاليتونو کي ځیني استفاده وکړي. وسله واله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.