کور / تازه خبرونه / ملي پوليسو د عملياتو پر مهال د وسلو او مهماتو زېرمه کشف کړه

ملي پوليسو د عملياتو پر مهال د وسلو او مهماتو زېرمه کشف کړه

دکندهار ولایت مقام چارواکو لراوبر ته په خپله رالېږل سوې خبرپاڼه کښي لیکلي دي چي ملي پوليسو پرون ورځ د کندهار ولايت د دامان په مربوطاتو کي د يو لړ چاڼيزو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه پراخه زېرمه کشف کړه.
په دامان کي ياد چاڼيز عمليات پرون ناوخته د ملي پوليسو له خوا تر سره سوي چي پر مهال ئې د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهماتو دغه ډک زېرمتون کشف سوی دئ.
د وسلو او مهماتو په ياده کشف سوې زېرمه کي يو راکټ، اووه د راکټ مرمۍ، دوه ۸۲ ملي متري توپونه، يو هاوان، شپږ مختلف النوع ماينونه، دوه پيکا، درې کلاشينکوفونه، يو خفيف، دوې ګونۍثانيه سوز لينونه، په ماينونو کې کارېدونکي ګڼ شمېر بېټرۍ او ۲۵۰ پټاکياني وې.
خبرپاڼه وايي چي دپرون ورځي په عملياتو کي له نيول سوي زېرمې سره دوه وسله وال طالبان هم نيول سوي دي چي اوسمهال د امنيتي ځواکونو تر تحقيق لاندي دي خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.