عمران خان په پېښور کې سباستره مظاهره کوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 22nd, 2013


اسلام اباد :دبي بي سي د خبر له مخې خیبر پښتونخوا ایالتي کابینه د ناټو اکمالاتو بندولو په باب د نهايي پرېکړې لپاره یوه بېړنۍ غونډه کوي.د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستان کې له ډرون برید وروسته دغه اعلان وکړ.عمران خان ټل سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید سخت غندلی.د عمران خان په وینا یوه ورځ مخکې بهرنیو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، امریکایانو ورسره ژمنه کړې، چې له طالبانو سره د خبرو تر مهاله به پاکستان کې هېڅ ډرون برید و نه کړي.خو د عمران خان په خبره، امریکایان ځکه د پاکستاني حکومت پرواه نه کوي، چې د ده په خبره دوی د دغو بریدونو اجازه ورکړې ده. “مریکا له پاکستان حکومت سره ژمنه کړې، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره به د مذاکراتو بهیر کې به ډرون برید نه کوي. “د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د چهار شنبې په ورځ د پاکستان مشرانو جرګې ته ویلي وو، چې امریکا له پاکستان حکومت سره ژمنه کړې، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره به د مذاکراتو بهیر کې به ډرون برید نه کوي.د عمران خان په خبره، برید قبایلي سیمه کې نه دی شوی، بلکې په خیبر پښتونخوا کې شوی او د شنبې په ورځ به د پېښور پر رینګ روډ مظاهره کېږي او وروسته به د ناټو اکمالاتي لاره وتړله شي.’ لومړی خو تحریک انصاف غوښتل د ناټو اکمالاتي لاره وتړي او د دې لپاره ټولو سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړله شوې وه، خو له ډرون بریده وروسته د خیبر پښتونخوا ایالتي کابینې بېړنیزه غونډه رابلله کېږي، چې په کې به پرېکړه کېږي، موږ په رسمي توګه د ناټو اکمالاتي لاره تړلی شو، ځکه زموږ پر خاوره برید شوی.’

Copyright Larawbar 2007-2024