میدان وردګ دري وسله وال وژل شوي دی
جاويد احمد تنوير
په میدان وردګو ولایت کې د دوه قوماندانو په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان په کهنه خمار سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان نورسعید او عزت الله ووژل شول .
له یادو قوماندانانو سره د دوی یو بل ملګری نور چې مشهور په نورو وو،هم وژل شوی دی .
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې د لومړۍ بهسودو ولسوالۍ په ماچه قول سیمه کې ترسره کړل،د دوه اتیا ملي متري توپ څلور مرمۍ پرته له کوم زیان اړونې کشف او لمنځه یوړې .طالبانو تراوسه پدی اړه څه ندي ویلي ویل کیږی چی پدغه سیمه کی پدی ورستیو کی دطالبانو شتون زیات شوی دی