زابل د۱۱ میلونو افغانیو په ارزښت سړک جوړیږی

جاويد احمد تنوير | نوومبر 25th, 2013


دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی دغه پروژه به ددو میاشتو په موده کی ددادود اساس خصوصي شرکت په مرسته بشپړه شی ، نوموړی وایی یاده پروژه د۱۱ میلونو افغانیو په ارزښت دښاروالي په شخصي بودجه رغول کیږي ، هغه زیاتوی چی دغه پروژه په مرکزقلات کی دلیککو په نامه دیوي خامي کوڅي رغول دی ، مرستیال والي وایی یاده کوڅه یو ټرانزیټي موقعت لري او دشنیکۍ له لاري شملزو ولسوالۍ له دګانډي هیواد په پاکستان سره نښلوي ، نوموړي زیاتوی چی یاده لاره به دزرګونو کسانو داسفادي وړ وګرځي ،
په ورته وخت کی د زابل ښاروال کریم الله حکیمي وایی نه یوازي دغه پروژه ترلاس لاندي لري بلکی یوشمیر نوري پروژی دی چی دسیمي خلکو ته پکی دکار لاره هواریږی ، هغه زیاتوی چی دخپل پلان له مخي به ډير ژر په یوشمیر نورو پروژو هم کار پیل کړي

په تیر یوه کال کی په زابل کی دښاروالي لخوا په لسګونه پروژي پلی شوی دی ، دښاروالي مسؤلین وایی که چیرته خلک ورسره مرسته وکړي او پروخت ورته خپله مالیه ورکړي نو دوي به په خپلو خدماتو کی زیاتوالی راولي ، زابل یوکوچني چاپیرل لري او که دولتي اداري پکی خپلی پروژی زیاتی کړی نو دخلکو لپاره پکی د کار ښه زمینه برابریدلای شی ،

Copyright Larawbar 2007-2024