میدان وردګ د معلوماتي تکنالوژۍ نوی عصري سیستم جوړ شو
جاويد احمد تنوير
د میدان وردګو ولایت مقام لپاره د معلوماتي تکنالوژۍ نوی عصري سیستم تر
جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د میدان وردګو ولایت مقام لپاره د جاپان هېواد له لورې د پنځه دېرش زره
امریکایي ډالرو په مالي لګښت د معلوماتي تکنالوژۍ نوی عصري سیستم د سیمه
ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او یو این ډپي په تخنیکي همکارۍ تر جوړېدو
وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني دغه سیستم ګټې اخیستنې ته د
سپارلو په مراسمو کې وویل: په اوسنیو حالاتو کې تکنالوژي ده،چې د نړۍ ټول
پرمختګونه ورسره تړلي دي.
ده زیاته کړه،د معلوماتي تکنالوژۍ د رامنځته کېدو په ترڅ کې اوس هغه
کارونه،چې په ډېر وخت کې به ترسره کېده،سرعت موندلی او د ساعتونو او
میاشتو کارونه یواځې په څو لحظو کې ترسره کیږي.
ده د جاپان هېواد له یادې مرستې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې
او یو این ډپي له تخنیکي همکاریو څخه مننه وکړه،چې د نورو ولایتونو په
څېر یې په میدان وردګو ولایت کې هم دغه مهمه پروژه پلې کړه.