کندهار: د معلولينو نړۍ واله ورځ ولمانځله سوه
عطاالله محمدي
د روان ميلادي کال د ډيسمبر درېيمه د معلولينو نړيواله ورځ د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي ولمانځل سوه.
د معلولينو د نړيوالي د ورځي په لمانځ غونډه کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د دولتي ادارو رئيسانو او زيات شمېر معلولينو وروڼو او خويندو ګډون کړی و.
په غونډه کي معلولينو په ټولنه کي د ښووني، کارموندني، نغدي او يو شمېر نورو مرستو ترڅنګ په ټولنه کي د عادي وګړو په څېر د ژوند کولو او په دولتي نظام کي د برخي اخيستلو غوښتنه وکړه.
معلولينو د خپلو خبرو پر مهال وويل: معلولين د ټولني يوه مهمه او د احترام وړ برخه ده او د نورو خلکو په څېر حق لري چي په ټولنه کي د نورو وګړو په توګه د ژوند له اسانتياوو برخمن سي خو د نوموړي په خبره له بده مرغه معلولينو ته په کمه سترګه کتل کېږي او ورسره ناسم چلند کېږي.
کندهار والي په خپلو خبرو کي وويل : که څه هم معلولين په ظاهره د وجود له ځينو اعضاوو څخه بې برخي دي، خو په هيڅ ډول د ټولني له نورو اقشارو او طبقاتو څخه تفاوت نه لري او نه د ورځني ژوندانه په چارو کي تر نورو کم راتلاي سي.
په افغانستان کي په هر ولايت کي زيات شمېر معلومين سته چي په کندهار کي شاوخوا ٩٥٠٧ معلولين ستون لري.