په کړس یوه خندا کومه غمه او بیا ځم

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2013


په کړس یوه خندا کومه غمه او بیا ځم
کیسه د یو څراغ کوم تورتمه او بیا ځم

کیدای سي خدای مي وبخښي په دغه عبادت
يو ښه ساعت درګورمه صنمه او بیا ځم

داغونه د سجدو پر تندو شمارم مه ويريږه
لږ خپل ځان پويَومه محترمه او بيا ځم

ممتازه ما ته چل د غمرازۍ نه راځي نور
د سوي چنار سيوري ته کښينمه او بيا ځم

ممتاز لالا

Copyright Larawbar 2007-2024